د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د يوې قانوني مسودې منظوري ورکړې په کوم کې چې په ودونو کې په بې ځايه خرڅ، د دولت خلکو ته ښکاره کولو د مخنيوي او جهېز حد پکې ټاکل شوی دی د قانون په سرغړونه سزا هم مقرر کړی شوې ده.
په ياد قانون کې ويل شوي چې د واده جينۍ ته به د يو لاک روپو جهېز ورکولی شي، او د جينۍ د کور لخوا به د واده هلک ته د جينۍ د کور والو له اړخه د لسو زرو روپو نه سېوا ډالۍ هم نشي ورکړی کېدی.
دغه رنګ ويل شوي چې د ودونو په هالونو کې به د شپې د ۱۱ بجو وروستو په خوراک سخاک او په لوړ اواز د لوډ سپيکرو د لارې په سندرو هم بندېز وي.
په ودونو کې د خوراک په اړه ويل شوي چې په خوراک کې به د غوښې اينګولی (سالن)، وريژې ، ډوډۍ (نان)، خواږه او سلاد به ورکولی شي.
د دې ترڅنګ که د هلک لخوا د واده جينۍ ته ورکړی شوې ډالۍ بيرته اخستل کيږي يا د هلک د کورنۍ لخوا پټولی شي دا به هم د سزا وړ عمل وي.
د هلک کورنۍ د جينۍ د کورنۍ نه د يو لاک روپو نه سېوا جهېز هم نشي غوښتی.
په قانون کې چې څومره يادګېرنې شوي که سرغړونه يې د هلک يا د جينۍ د کورنۍ لخوا وشوه سزا يې درې مياشتې بند (قېد) او دوه لاکه روپۍ جرمانه يا دواړه کېدی شي.
په قانون کې ځينې بدلونونه شوي چې زياتره يې د خوراک په اړه ؤ د هغې وروستو يې منظوري ورکړی شوې ده.
قانون پوهان وايي په جهېز يا په ودونو د بې ځايه مصرف قانون دې ته اړتيا لري چې په خلکو ومنل شي او عمل پرې وکړی شي.
په اسمبلۍ کې د فلمونو ډرامو د څارنۍ قانون د اسمبلۍ د بلې غونډې پورې ځنډول شوی دی.