لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودی عرب دافغان حکومت اؤ مخالفینو ترمینځ دسولې ملاتړ اعلان کړی


حنیف اتمر دسعودي شهزاده محمد بن سلمان السعود سره لیدنه کوي
حنیف اتمر دسعودي شهزاده محمد بن سلمان السعود سره لیدنه کوي

سعودي عرب دافغان دولت اؤ‌ مخالفینو ترمینځ د سولې دعمل ملاتړ کړی اؤ په ټولو اړخونو یې غږ کړی چې په غه جګړه ځپلي هیواد کې دامن دټینګښت دپاره سولې ته غاړه کښیږدي.

د افغانستان د ملي امنیت مشارو ښاغلي حنیف اتمر سره دخبرو په مهال د سعودي ولي عهد محمدبن سلمان ال سعود ویلي هیوادیې دترهګرۍ په ضد مبارزه کې افغان دولت سره هرې همکارۍ ته تیار دی.

ښاغلی حنیف اتمر چې دا مهال د شهزاده بن سلمان په بلنه دسعودي عرب په سفر دی ، سعودي چارواکو سره افغانستان کې دسولې په پروسه خبرې کړي.

څیړونکي سعودي عرب ته د حنیف اتمر دا اوسنی سفر د زیات ارزښت وړ بولي اؤ وایي چې دملي امنیت مشاور به دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ جوړجاړي کې سعودي عرب نه د خپل نفودڅخه داستفادې کولو غوښته وکړي

دافغانستان د ملي امنيت شورا سعودي ته دښاغلي حنیف اتمر د سفر په اړوند پخپل یو تازه بیان کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت مشاور تېره ورځ دسعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد سلمان سره په ځانګړې لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دملي امنیت مشاور ښاغلی حنیف اتمر سعودي عرب ته خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې نړیوال مطبوعات اؤ طالب مشران دعوې کوي چې افغان دولت طالبانو سره د جوړجاړي په پټو خبرو بوخت دی.

په دغه لیدنه کې د دواړو هیوادونو مشرانو ژمنه کړې چې افغانستان کې دبهرنیو ترهګرو اؤ هاغو ورانکارو په ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې دسولې مزاکرات ګډوډوي اؤ نه غواړي چې د سولې بهیر سره یو ځایې شي.

دملي امنیت د شورا په بیان کې ویل شوي چې په دغه لیدنه کې دواړو مشرانو په دې خبره هم غور کړی چې څنګه دسعودي په مشرۍ داسلامي هیوادونو نړیوال پوځي ائتلاف دافغانستان سره مرسته کولی شي؟

دبیان له مخې د ملي امنیت سلاکار حنیف سعودي ولي عهد ته ویلي چې افغانستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې پخپلو ژمنو کلک ولاړ دی اؤ که چرې داسلامي هیوادونو نړیوال پوځي ائتلاف هم دافغانستان ملاتړ ته راوړاندې شي نو دا به دترهګرۍ په ضد جګړه کې یو ډیر مهم پرمختګ وي.

بیان وایي سعودي شهزاده ښاغلي حنیف اتمر ته باور ورکړی چې داسلامي هیوادونو پوځي ائتلاف به افغانستان سره هر اړخیزه همکارۍ کوي.

دجنورۍ میاشت کې کابل کې د ترهګرۍ په پرله پسې بریدونو کې دسوؤنو کسانو د وژل کیدو وروسته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اؤ دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني طالبانو سره دمزاکراتو ختمولو اعلان کړی ؤ خو تیره اوونۍ دطالبانو مهم مشر عبدالحکیم مجاهد منلې وه چې افغان دولت اؤ طالبان اوس هم دسولې په پټو خبرو بوخت دي.

دپاکستان نه وروسته سعودي عرب په طالبانو اؤ نورو تندروه ډلو ترټولو زیات نفود لرونکی هیواد ګنل کیږي اؤ په افغانستان کې دطالبانو پخوانی حکومت هم سعودي عرب په رسمیت منلی ؤ.

ددې ترڅنګ سعودي عرب په پاکستان هم زیات اثر لري اؤ افغان چارواکي دعوه کوي چې طالبان په کابل کې ترهګرۍ ته اسلام اباد لمسوي خو پاکستان دافغان دولت دغه ادعاوې ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG