د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د تحریک انصاف غړیبلدیو کمار ته د سوګند پورته کولو موقع ورنه کړل شوه، او د اسمبلۍ ځینو غړو هغه ته ګواښونه وکړل او هغه یې په پېزارونو وویشت، خو د اسمبلۍ امنیت ساتونکو بلدیو کمار په خپل حفاظت کې د جېل تر ګاډي پورې بووت.
په بلدیو کمار د لږکیو نمائینده سورن سینګ د وژنې تور دی. دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پېښور هایکورټ د پریکړې سره سم بلدیو کمار د صوبايي اسمبلي په غونډه کې ګډون اوکړ خو د اسمبلۍ غړوسوګند پورته کولو ته پرې نه ښود.
د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر اسمبلۍ ته وویل، د پېښور هایکورټ د امر په رڼا کې بلدیو کمار ته د سوګند پورته کولو او د سېنټ په ټاکنو کې د برخې اخیستو موقع ورکوي.
خو په صوبايي اسمبلۍ کې حکومتي او د اپوزیشن ګوندونو ټولو غړو د بلدیو کمار په ضد احتجاج وکړ او هغه يې سوګنډ اخیستو ته پرې نه ښوو.
د جمعیت عملما اسلام (ف) یو غړی محمود جان بېټني د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل:
"دغه تن [بلدیو کمار] زموږ ملګری سردار سورن سینګ په بې دردۍ وژلی او اوس د یو ووټ لپاره ستاسو صوبايي حکومت دغه تن اسمبلۍ ته راوست"
له بونیر نه د صوبايي اسمبلۍ یو بل غړي مفتي فضل غفور و ویل، تر څو چې پر بلدیو کمار دغه تور وي هغه د اسمبلۍ سوګند نه شي اخیستلای. ښاغلي غفور زیاته کړه:
"کله چې عدالت هغه [بلدیوکمار] د وژنې له تورونو بري کړی، نو بیا هغه زموږ د سر تاج دی خو که داسې نه وي نو زما غیرت ماته اجازت نه راکوي چې زه په دې اسمبلۍ کې کښېنم"
له اسمبلۍ نه د وتلو په وخت د حکومت ویاند شاه فرمان وویل، بلدیو کمار خپل کار پوره کړ او د عدالت فیصله یې راوړه، خو زه حکومتي او اپوزیشن غړو ته د واک اوټ [له اسمبلۍ نه وتلو] غوښتنه کوم. ښاغلي فرمان وویل:
"چې د اسمبلۍ د غونډې لپاره د غړو شمېر [کورم] پوره نه وي نو بلدیو کمار سوګند نه شي اخیستای".
سردار سورن سینګ د ۲۰۱۶م د اپریل په ۲۲مه وژل شوی وو او د هغه د وژنې په تور پولیسو بلدیو کمار نیولی دی. پولیس وايي بلدیو کمار سردار سورن سینګ د اسمبلۍ د څوکۍ لپاره وژلی دی.