پاکستان کې د کار په ځايونو کې ښځې د جنسي تېريو نه د خوندي ساتلو لپاره نوې مقرر شوې محتسبې کشماله طارق ويلي سړو ته به ښايي چې ښځې د سړو کومې رويې او کارونه نه خوښوي.
کشماله طارق پرون د نوې دندې سوګند پورته کړی دی. د محتسب د دفتر کار به دا وي چې د کار په ځايونو کې د ښځو سره د جنسي زياتيو مخه ونيسي او په دغه اړه پوهه زياته کړي.
د انګريزي ژبې ورځپاڼه ليکي چې د ښځو سره د جنسي زياتيو د مخنيوي لپاره د محتسب مرکزي دفتر په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د استازو لپاره دفترونه نه لري.
د محتسب دفتر جنسي تېری يا جنسي ځورونه داسې بيان کړې يا تعريف کړې ده ،
" چې کوم نا خوښه په جنسي توګه مخکې کېدل، د جنسي خواهش غوښتنه کول، يا زباني يا په ليکلې بڼه يا په جسماني توګه جنسي ماحول چې جنسي رويه څرګندوي، چې هغه په کار کې مداخلت جوړيږي يا ويره جوړوي، د دښمن يا جارحانه کار چاپيريال، يا د جنسي غوښتنې نه منلو په شکايت د سزا هڅه کول او دې ته مجبورول چې د کار دپاره دغه شرط جوړولی شي".
په ښځو د تشدد د مخنيوي د نړيوالې ورځې په مهال تېر کال ملګرو ملتونو په خپل يو راپور کې ويلي ؤ،
" د کال ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶م پورې د نړۍ ۸۷ هیوادونو کې ۱۹ فیصده ښځې او جینکۍ د ۱۵ کالو نه تر ۴۹کلونو پورې د جسماني او جنسي تشدد سره مخ شوي دي".
پاکستان کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي سازمانونه وايي ښځه دې غېرت نه انسان وګڼل شي او په انساني اساس دې ورته د برابرۍ حقونه ورکړل شي د دوي د ځورونو لړۍ دې ودرول شي.