لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنټکام جنرل: پاکستان داسې ګامونه نه دي اخستي چې مونږه يې غواړو


د امريکايي پوځ سېنټکام جنرل جوزف ووټل ويلي، پاکستان د ترهګرۍ پرضد "تراوسه پورې هغه برابر غوڅ اقدامات نه دي کړي کوم چې مونږه غواړو او هغه په سټراټيجيکي بدلون واخستی شي خو دې پله ورسره ځینې مثبتې اشارې شته دی".

جنرل جوزف ووټل دغه خبره د ترهګرۍ په اړوند د وسله والو خدمتونو کمېټۍ ته په اورونه کې کړې ده. نوموړي ويلي دوي اوس د نوؤ اشارو پېل ويني چې پاکستان سم لوري ته روان شوی دی.

امریکايي جنرال د پاکستان د مثبتو اشارو خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان د سخت امريکايي فشار لاندې دی.

د تېر اګست په مياشت کې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویلي اسيا او افغانستان دپاره خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکه او ترهګرې ډلې ساتي او امريکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نشي.

صدر ټرمپ د روان کال په لمړۍ نېټه ټويټر باندې خپل پېغام کې ليکلي چې پاکستان په تېرو ۱۵ کالونو کې د امريکا څخه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.

له دې وروستو امریکا د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولې خو ويلي يې ؤ پاکستان کولی شي چې د حقاني شبکې او ترهګرو پرضد غوڅ عملیات وکړي تر څو دغه پوځي امداد ترلاسه کړي.

خو پاکستان امريکايي تورونه ردوي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او وايي امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان وراچوي.

جنرل ووټل په اورونه کې ويلي د امريکا په مشرۍ اتحاد په شام او عراق کې د داعش پرضد کومې لاس ته راوړنې ترلاسه کړي او ۹۸ برخه يې د داعش څخه پاکه کړې ده.

د افغانستان په اړوند خپله تګلارې کې نوموړي ويلي د دغو لاس ته راوړنو سره به امريکايي پوځ تمرکز کوي چې په سيمه کې د ايران د بې ثباتۍ اغېزې بې ځايه کړي، داعش ته په شام او عراق کې بشپړه ماتې ورکړي او د سويلي اسيا تګلاره په افغانستان کې عملي کړي چې افغان دولت خپل کنټرول پياوړی کړي.

د وايس اف امريکا د راپور ترمخه طالبان اوس هم د افغانستان ۴۴ سلنه علاقه د خپل اثر لاندې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG