لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګي برید ۴ سرتېري وژلي دي.


په کوټه کې د ملېشه ځواکونو او لېویز پولیسو یوه کېمپ ته نیژدې چاودنه شوې، چې په نتیجه کې یې تر اوسه د ۴ سرتېرو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دا په یوه ورځ کې پر امنیتي سرتېرو دویم برید دی.

پولیس چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د کوټې په نوسار سیمه کې د پلټنې عملیات کول، چې ناببره چاودنه ورباندې وشوه او ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

پولیس وایي دا ځانمرګی برید وو خو ویې نه ویل چې د برید په وخت په کېمپ کې څومره سرتېري موجود وو.

په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان کسان سمدستي د ښار سرکاري روغتونونو ته وړل شوي، چې بیړنی حالت پکې اعلان شوی دی.

د چاودنې ذمه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې پر پولیسو او ملېشه ځواکونو کوم وسلوال بریدونه شوي دي، ذمه یې اکثر جماعت الاحرار ډلې پر غاړه اخیستې ده.

نن د ورځې هم د کوټې پر سمنګلي سړک د یوه پولیس مشر پر موټر بمي برید شوی وو، چې دوه پولیس عسکر پکې وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG