لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر غني افغان ځواکونو ته : تاسو د دې خاورې اتلان یاست او موږ درباندې ویاړکوو


دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځې په مراسم
دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځې په مراسم

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځې په مراسمو کې وېلي هیله ده تاسو ته معلومه شوې وي زما او د ډاکټر صاحب عبدالله هره وینا له تاسو شروع کېږي، ځکه تاسو د دې خاورې اتلان یاست او موږ درباندې ویاړ کوو.

هغه وويل، موږ د سولې وړاندیز ځکه وکړ چې تاسې د جنګ ډګر کې نه ده بایللې، بلکې تاسې دا شرایط برابر کړل چې ملي وحدت حکومت مطلق پرځان او پر تاسو د باور له امله په لوړ موقف د سولې موضوع مطرح کړي.

اشرف غني ووېل تاسې غیرممکن، ممکن کړل. درې نیم کاله مخکې چې د انتقال پروسه په خورا شدت سره پیل شوه، خلکو باور نه درلود. دا چې نن موږ دلته اوسو او د کب د نهمې نمانځنه کوو لامل یې دادی چې، تاسې باور درلود.

ښاغلي غني زياته کړه، تاسې له قوت نه قوت ته ځئ، څلور کاله مخکې چا فکر کولی شو چې بیا به افغانستان د هوایي ځواک څښتن شي؟ نن بیا د افغانستان هوایي قوه په خوځښت کې ده، له بین المللي همکارانو او پیلوټانو څخه مننه.

نن زموږ ماشومان، خویندې او میندې تاسې ته ګوري، ځکه چې د دوی د راتلونکې هوساینه په تاسې پورې تړلې ده.

هغه وويل، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو نقش ورځ په ورځ زیاتېږي، د سولې تطبیق او امنیت به زموږ هدف وي. لوی پروژې به تطبیقېږي او د قانون حاکمیت به ستاسو وظیفه وي، نن د افغانستان ټول ولس تاسو ته ګوري چې د دوی راتلونکې هوسایي او خوشالي تامین کړئ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG