لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دامریکا ګټې به نورې دخپلو ګټو په بدل ونه ساتو


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وایي طالبان یو سیاسي قوت دی اؤ که هغوئ افغان دولت سره خبرو اترو ته کښیني نو دا به د دوؤ سیاسي طاقتونو سره مینځ مزاکرات وي.

هغه ویلي نن پاکستان د ۸۰مې په لسیزه کې اؤ وروسته دپخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د شاتګ له امله دجوړ وضعیت نتیجو سره مخ دی خو نور به پاکستان په هیڅ قیمت د خپلو ګټو په بدله دامریکا دګټو خیال ونه ساتي.

اسلام اباد کې خبریالانو سره خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي که دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ خبرې اترې پیل کیږي نو پاکستان به ددغو خبرو کوټلی ملاتړ کوي خو دغه خبرې به د دوؤ سیاسي قوتونو ترمینځ وي.

هغه وویل پاکستان طالبانو سره د څلور اړخیزه ډلې(امریکا،پاکستان،چین اؤ افغانستان) دلارې نیغ په نیغه هم خبرو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د زیارت په ورځ افغانستان کې دناټو دځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن پخپله یوه مرکه کې ویلي چې اسلام اباد اؤ واشنګټن خپلو کې پراخه تماسونه لري ترڅو په طالبانو افغان حکومت سره خبرو ته کښیناستو دپاره فشار راوړي.

کابل اؤ واشنګټن د تیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې اسلام اباد دطالبانو اؤ نورو اورپکو ډلو په مرسته تورنوي اؤ وایي ترهګرې ډلې پاکستان کې خپلې خوندي ځالې لري خو اسلام اباد ددغو تورونو منلو ته تیار نه دی اؤ وایي افغانستان کې سوله غواړي.

دبهرنیو چارو وزیر ویلي “پاکستان دا مهال د بې باورۍ دوضعیت سره مخ دی خو په یقین ویم چې موږ به له وضعیته اوځو”

هغه وویل امریکا په هند اؤ پاکستان دخبرو ټینګار کوي خو ورته پکار ده چې د سویلي ایشیاء دپاره خپله تګلاره هم د دواړو هیوادونو دپاره” توله” وساتي.

په دې وروستیو کې پاکستان دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو دپاللو دتورونو پسر دسختو نړیوالو فشارونو سره مخ شوی دی اؤ دجنورۍ په میاشت کې امریکا په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم تړلي‌ دي.

امریکا پاکستان ته شرط ایښی چې ترهغې به پاکستان ته مرستې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دترهګرو ډلو طالبانو اؤ حقاني شبکې په ضد رغنده ګامونه نه وي اخستي .

خو پاکستان وایي دترهګرو ډلو په ضد یې بې توپیره عملیات کړي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG