لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامدکرزئ:طالبان دې دامریکا پځایې نېغ په نېغه افغان دولت سره خبرو ته کښیني


دافغانستان پخواني جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي د اولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته د سولې د وړاندیز هرکلی کړی خو ورسره یې په طالبانو غږ کړی چې د امریکا پځایې دافغان دولت سره خبرو اترو ته کښیني.

افغان اولسمشر اشرف غني تیره ورځ طالبانو ته په بې شرطه ډول د سولې وړاندیز کړی ؤ خو طالبانو ویلي هغوئ نیغ په نیغه امریکا سره دخبرو خواهش لري.

دزیارت په ورځ دافغانستان پخواني اولسمشر ښاغلي کرزي پخپل یو بیان کې ویلي چې طالبان باید اوس دخبرو وړاندیز ته هرکلی ووایي اؤ دیوې بین الافغاني پریکړې له لارې دې افغانستان کې روانو جګړو ته د پایې ټکی کښیږدي.

حامد کرزي ویلي افغانستان کې د پردو د ګټو دپاره روانه جګړه کې دواړه خواؤ ته افغانان قرباني کیږي اؤ دتیرو څلویښتو کالو نه افغانستان د پردیو د سازشونو سره مخ دی ، نور باید دا پردۍ جګړه پرمخ یو نه وړل شي.

هغه پخپل بیان کې په ټولو اړخونو غږ کړی چې د پردیو د سازشونو په وړاندې خپلو کې یو موټي شي اؤ افغانستان دې د جنګونو څخه وژغوري.

دافغانستان اولسمشر چې پرون د کابل دسولې دپروسې په ناسته کې طالبانو ته کوم دسولې پلان وړاندې کړی دهغې له مخې طالبانو ته له قانوني لارو د اساسي قانون د تعديل منل، اوربند، د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل، د يوه سياسي ګوند په توګه د طالبانو پر رسميت پېژندل، د بنديانو ازادول او پر طالبانو د بنديزونو لرې کول، له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د طرحې مهم ټکي دي.

دحامد کرزي ترڅنګ دافغانستان ګڼ شمیر نورو سیاسي اؤ قامي مشرانو هم د اشرف غني لخوا طالبانو ته د سولې شوی وړاندیز ستائیلی خو طالبانو لا په غوڅه توګه خپل دریځ نه دی ښکاره کړی چې دافغان حکومت سره به خبرو ته کښیني اؤ که نا؟

په افغانستان کې دناټو دځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن منلې ده چې داسلام اباد اؤ واشنګټن ترمینځ په پراخه کچه تماسونه نیول شوي ترڅو په طالبانو مزاکراتو ته کښیتاستو دپاره فشار راوړل شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG