لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوڅو د بشري حقونو سازمان وایي په فبروري کې ۱۱۵ بلوڅان جبري لادرکه شوي


د بلوڅو د بشري حقونو د سازمان مشره بي بي ګله بلوڅه وایي، د سازمان د اطلاعاتو د سيکرتر په شمول یې ۸ غړي څلور میاشتې مخکې له کراچۍ ښاره په مرموز ډول لادرکه کړل شوي، چې وایي تر اوسه ورک دي.

د کوټې په پریس کلب کې خبري غونډې ته د وينا په مهال د بلوڅ بشري حقوقو د سازمان مشرې بي بي ګلې بلوڅې تور پورې کړ، چې د دوی د سازمان غړي ا منيتي ادارو وړي دي:

"د بي ايچ آر او [د بلوڅو د بشري حقونو سازمان] چې د بشري حقونو فعال سازمان دی، د اطلاعاتو سيکرتر نوازعطا، افتاب يونس، الفت الطاف، الياس بلوڅ، فراد انور، ساجد بلوڅ او عابد بلوڅ له څلورو مياشتو ورک دي"

بي بي ګلې بلوڅې ادعا وکړه چې اوس هم د بلوچستان له بېلابېلو سيمو د خلکو د جبري بې درکه کېدو لړۍ دوام لري.

بي بي ګله وایي یواځې د روان کال د فبرورۍ په ميا شت کې د امنيتي ادارو له لوري په بېلابېلو عملياتو کې ۱۱۵ کسان په زوره بې درکه شوي دي، چې وایي په هغوی کې ۲۱ په غیرعدالتي توګه وژل شوي دي.

پر دې مهال د بې درکه خلکو د سازمان مشر نصرالله بلوڅ وويل، که چېرې ریاستي ادارو د بې درکه خلکو د موندنې لپاره عملي ګامونه وانه خیستل، نو دوی به د نړیوال عدالت دروازه وټکوي:

"د سېنټ د بشري حقونو لپاره چې کومه کومېټه جوړه شوې ده، په هغه کې به دغه کشاله پورته کوو، ليکلی درخواست به ورکوو که چېرې پر هغه هم غور ونه شو، بيا به نړيوال عدالت ته ځو"

د بلوڅو د بشري حقوقو د سازمان مشرې او د بې درکه خلکو د سازمان مشر نصرالله بلوڅ د پاکستان د بشري حقوقو له ټولو سازمانو غوښتنه وکړه، چې د بې درکه بلوڅانو د را خوشي کېدو لپاره دي خپل رول و لوبوي.

د یادونې وړ ده چې له بلوچستانه په مرموز ډول د بلوڅو سیاسي فعالانو د جبري ورکېدو لړۍ شاوخوا لس کاله وړاندې پیل شوې، چې تر اوسه د شاوخوا ۲۰۰۰۰ بلوڅو ځوانانو د لادرکه کېدو ادعا کېږي، خو د بلوچستان صوبایي حکومت دا شمېر سلګونه یادوي.

د ورکو بلوڅو سازمان وایي له تېرو څو کلونو راهیسې د لادرکه بلوڅانو د وژل کېدو لړۍ هم روانه ده، چې تر اوسه یې شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ تنه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG