لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو موسیقۍ په ۷۰ کاله خدمت هم ولي داد استاد ونه ستائیل شو


ولي داد استاد
ولي داد استاد

ولي داد استاد د موسیقۍ د دنیا لویې فنکار دی خو ډیر پښتانه یې نه پیژني ځکه چې هغه سندر غاړی نه دی .

دا هاغه ولي داد استاد دی چې د خیال محمد، ګلناربیګم ،هدایت الله، کشورسلطان پشان لویې فنکاران یې ځلولي خو پخپله د ګمنامۍ په تیاروکې ورک پروت دی.

دپښتو غزل شاهنشاه ښاغلی خیال محمد وایي د ولي داد استاد د کچې هنرمندان چرته په پیړیو ورسته په بخت پیدا کیږي خو افسوس چې ددغه لویې فنکار هیڅ قدرداني په دې خاوره کې ونه شوه.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي خیال محمد استاد وویل “دا زمونږ څومره غزلې چې خلکو خوښې کړي په دې کې ډیرو کې طبله ولي داد استاد غږولې ده ، هغه د موسیقۍ په روح پوهه ده چې څنګه دکلام مزاج وي هاغه شان یې ورسره موسیقي غږولې ده”

استاد ولي داد خواوشا د اویاؤ کالو راهسې د فن په خدمت بوخت دی ،

دا وخت درې اتیا کاله عمر لری ، د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې یې د ښاغلی فقیرداد په کور کې سترګې غړولی دی خو د مشرانو تعلق یې په بنیادي ډول د صوابۍ سیمې سره دی .

د لسو کالو د عمر نه یې ‌طبله وهل پیل کړی ، فنی زده کړې یې د خلیفه اختر حسین اؤ استاد ګل صنم استاد نه کړي دي.

دپښتو موسیقۍ تکړه هنرمنده ماه جبین قزلباش هم وایي د ولي داد استاد نه یې ډیره زده کړه کړې ده اؤ یقیناً چې دهغې دکچې هنرمندان به پښتنو سره په لاس کې نه وي.

هغه وایي ولي داد استاد ته د پښتنو په هاغو ټولو طبله نوازانو کې د لویې استاد حیثیت حاصل دی چې موازنه یې په څه نا څه حواله د نړیوال معیار د طبله نوازانو سره کیدلی شي.

ښاغلي ولي داد استاد په سوؤنو شاګردان روزلی دی، په زرګونو سندرو ته یې دموسیقۍ سرڅڼه کړې ده، په زرګونو سندریزو البمونو کښې یې طبله غږولې ده،

د امریکا، برطانیه ،جرمني ،کاناډا،ډنمارک په شمول یې دنړۍ په یو شمیر اروپایي ،خلیجي اؤ ایشایي هیوادونوکې د خپل هنرمظاهره کړې ده اؤ د ګڼو هیوادونو څخه یې د غوره طبله نواز جایزې ترلاسه کړي دی خو دپاکستان حکومت یا فني ادارو تر دې مهاله د هغه د فني خدماتو اعتراف په رسمی کچ نه دی کړی اؤ نه یې کوم لویې ایوارډ یا جایزه ورکړې ده .

وائس اف امریکا ډیوه ته ښاغلی ولي داد استاد وایی چې د هغه د شاګردانواؤ د فن د مینه والو مینه د هغه د پاره تر ټولو ستر ایوارډ دی خو ګیله من ضرور دی چې د هغه خدماتو ته په بهرنۍ نړۍ کې خو دقدر په سترګه کتل کیږي ولي په پاکستان کې یې چرته حکومت په هیره هم نوم یاد نه کړو.

ولي داد استاد پخپلوخبرو کې وویل د فن خدمت یې د صلو په خاطر نه دی کړی بلکې د فن سره مینه یې په رګونو کې لکه د وینې چلند کوی اؤ ترڅو چې ژوندی وې خپلو دغو فنی خدماتوته به ادامه ورکړي .

"سمه ده دلته فنکارانو ته ښه نه کتل کیږي خو څه وکړو؟دا ږمونږ هنردی اؤ مونږ به یې پالو، که هر شان حال وي وروستو کیدی خو نه شو"

هغه وویل څلور ځله یې امریکا ته سفر کړی ، لندن ،جرمنی ډنمارک حتي ټوله اروپا یې کتلې ده خو د خپلې خاورې اؤ خلکو سره مینه لري ځکه په دغوهیوادونو کې د پاتې کیدو پځایې یې د پښتونخوا د نیستۍ ورځو شپو ته غاړه ایښې ده ترڅو دلته د خپلو شاګردانوتربیه جاري وساتي اؤ د پښتنو د خاورې څخه د فن څادر ټول نه شی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG