لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین هم د امن لپاره طالبانو ته د ولسمشر غني د پلان بشپړ ملاتړ وکړ


له امریکې او پاکستان وروسته چین هم د افغان حکومت له خوا وسلوالو ته وړاندې شوی د امن پلان وستایه او ملاتړ یې ورسره څرګند کړ.

چین د افغان حکومت له خوا وسلوالو طالبانو ته د خبرو اترو د هراړخیز پلان هرکلی کړی او د بشپړې مرستې باور یې ورکړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چون یینګ یوې خبري غونډې ته ویلي:

"چین تل د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له خوا د پخلاینې د پراخ او ځانګړي بهیر ملاتړ کړی دی"

د پاکستان د سرکاري رېډیو د خبر له مخې چین له وسلوالو طالبانو سره د پخلاینې او مذاکراتو لپاره د افغان حکومت او ولسمشر اشرف غني هڅې ستایلې دي او په افغانستان کې یې له ټولو ښکېلو ډلو غوښتي، چې خپل اختلافات د سلامشور او خبرو له لارې حل کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شورو- چارشنبې په ورځ د کابل پروسې په دویمه غونډه کې د امن هراړخیز پلان وړاندې کړ، چې پکې یې وسلوالو طالبانو د سیاسي ګوند حیثیت ورکړ او هغوی ته یې د خبرو وړاندیز وکړ.

تر چین وړاندې پاکستان هم د افغان حکومت د امن پلان ستایلی او په دې برخه کې یې د مرستې ډاډ ورکړی. د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر خواجه آصف د زیارت- پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوه سېمینار ته په وینا کې د ولسمشر غني د وینا په تایید وویل، چې طالبان یو سیاسي قوت دی:

"که د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکرات کېږي دا به د دوو سیاسي قوتونو تر منځ مذاکرات وي. پاکستان له طالبانو سره د مخامخ یا څلوراړخیزو خبرو په وسیله د سولې په خبرو کې مرستې ته تیار دی"

وسلوالو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د امن پلان ته رسمي ځواب نه دی ویلی، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد په یوه محتاطانه ټویټ کې د ولسمشر غني پلان د دوی تسلیمېدل ګڼلي دي.

څېړونکي هیله څرګندوي چې د افغان حکومت اوسنی بېساری پلان به وسلوال طالبان دې ته اړ کړي، چې نور له جنګه لاس واخلي او د سولې او پخلاینې لپاره خبرو اترو ته حاضر شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG