لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د داعش 600 وسله وال نیول شوي دي


تېره میاشت داعش خراسان په کندز ولایت کې د شیعه مسلک په جومات د حملې ذمه واري ومنله. د جمعې د لمونځ په وخت حمله کې تر 50 پورې کسان وژل شوي دي
تېره میاشت داعش خراسان په کندز ولایت کې د شیعه مسلک په جومات د حملې ذمه واري ومنله. د جمعې د لمونځ په وخت حمله کې تر 50 پورې کسان وژل شوي دي

طالب چارواکو ويلي په افغانستان د واک ترلاسه کولو نه پس یې د داعش 600 وسله وال نیولي چې پکې د ډلې اهم غړي هم شامل دي.

د طالبانو د استخباراتي ادارې ترجمان خلیل همراز خبري غوڼدې ته وویل چې د داعش 37 وسله وال طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي هم دي.

طالبانو د داعش وسله والو د نیولو خبره په داسې حال کې کړې چې داعش خراسان څانګې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د یو شمېر خونړیو حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

کابل نه د وي او ای اشنا څانګې خبریال وايي خلیل همراز وویل چې د داعش خراسان 1800 غړي په زندانانو کې وو چې کابل ته د طالبانو د ورتګ نه وړاندې ازاد کړی شول.

د طالبانو بل ترجمان ذبیح الله مجاهد هم د خلیل همراز ترڅنګ خبري غونډې ته وویل چې طالبان په افغانستان کې د داعش د هلو ځلو په سنجیدګۍ څارنه کوي.

په افغانستان کې د داعش په سېوا کېدونکو بريدونو او د القاعدې د موجودګۍ په اړه تشویش

د افغانستان دپاره د امریکې استازي ټامس وېسټ څرګند کړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د داعش او د القاعدې په اړه دغه تشویش ښاغلي وېسټ په برسلز کې د نهې/ سه شنبې په ورځ د افغانستان په موضوع د غونډې په موقع څرګند کړو.

هغه زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان په سېوا کېدونکو بريدونو اندېښمني لري او غواړي چې طالبان دې د داعش مقابله وکړي.

هغه وويل تر څو پورې چې د نورو وسله والو ډلو تعلق دی نو القاعده اوس هم په افغانستان کې شتون لري او امریکا په دغې هم ډېره فکرمندي لري.

څېړونکي وايي د داعش خراسان ډله طالبانو دپاره یو لوی مشکل دی.

طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسولیت په غاړه اخېستې دی.

د نومبر په دریمه نېټه داعش خراسان ډلې د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون د ځانمرګي حملې ذمه واري په غاړه واخېستې ده. په حمله کې د طالبانو یو اهم مشر مولوي حمدالله مخلص د وژل کېدو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي. په حمله کې لږ تر لږه 20 کسان وژل شوي او د 50 نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي.

تېره میاشت داعش خراسان په کندز ولایت کې د شیعه مسلک په جومات د حملې ذمه واري ومنله. د جمعې د لمونځ په وخت حمله کې تر 50 پورې کسان وژل شوي دي.

د اګست په میاشت کې داعش د کابل هوايي ډګر سره نژدې د حملې مسولیت ومنلو. په دغه حمله کې د 13 امریکايي عسکرو ترڅنګ د یوسل او شپېو نه نه زیات افغانان وژل شوي دي.

د فرانس د څېړنې ادارې فاونډېشن فور سټرېټیجک ریسرچ څېړونکی جین لوک مېرېټ ای اېف خبري ادارې ته ویلي د داعش په خراسان څانګه کې ویغور، ازبک او د طالبانو نه بېل شوي وسله وال شامل دي.

د داعش خراسان په صفونو کې د پاکستاني وسله والو د موجودګۍ خبره هم کېږي.

که څه هم پاکستاني مامورین په رسمي ډول په خپل هېواد کې داعش د موجودګۍ نه انکار کوي خو دې ډلې په پاکستان کې هم د یو شمېر حملو ذمه واري ملنې ده.

په شام کې د داعش مخې ته د راتلو نه پس یو شمېر پاکستاني طالبانو په داعش کې د شمولیت او د داعش د پخواني مشر ابوبکرالبغدادي د بېعت اعلان کړی و.

ای اېف پي په خپل رپورټ کې وايي د ملګرو ملتونو اندازه ده چې په افغانستان کې داعش د 500 نه تر 1000 پورې وسله وال لري چې زیاتره د ملک په خیتځو او شمالي سیمو کې دي خو د دې نه علاو په کابل کې هم د داعش وړې ډلې موجود دي.

تېره میاشت طالبانو ویلي وو په کابل کې یې د داعش یوه ډله تباه کړې او هلته موجود وسله وال یې وژلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG