لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیکولسن: پر طالبانو به د خبرو لپاره سیاسي او پوځي دواړه فشارونه پر ځای ساتو


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن ویلي، د سیاسي مذاکراتو له لارې خبرو ته د طالبانو له رضا کولو پرته به پر هغوی پوځي فشار هم پر ځای ساتي.

د افغانستان په پروان ایالت کې د یوې امنیتي غونډې په وخت امریکايي جنرل وویل:

"زموږ مقصد د امن له لارې د دې جنګ حل لټول دي، خو موږ ته علم دی چې دا کار هله ممکن دی چې دوښمن تر فشار لاندې راوستل شي".

د جنرال نیکولسن دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د امریکا دفاع وزارت خپلې ژمنې تکرار کړي، چې په افغانستان کې د جګړې تر ختمېدو به له افغان ځواکونو سره د امریکا مرسته دوام ولري.

افغان مطبوعاتي رپوټونه وايي، د ایتلافي عسکرو امریکايي قومندان په دغو خبرو کې له وسلوالو طالبانو سره د پاکستان د مرستې ذکر هم وکړ او زیاته یې کړه، چې واشنګټن دې مسئلې ته د ځواب ویلو لپاره پر پاکستان فشار زیات کړی دی.

پاکستان اوس افغان طالبان یو سیاسي فریق بولي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د زیارت-پنجشنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې له افغان حکومت سره د طالبانو په مخامخ خبرو کې مرستې ته حاضر دی:

د صدر اشرف غني له خوا طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړاندیز یو مثبت ګام دی، طالبان یوه سیاسي ډله ده او افغانستان د دوی وطن دی

"د صدر اشرف غني له خوا طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړاندیز یو مثبت ګام دی، طالبان یوه سیاسي ډله ده او افغانستان د دوی وطن دی".

د امریکا دفاع وزارت په دې اړه په خپل یوه بیان کې ویلي، د افغان جګړې تر ختمون پورې به د افغان عسکرو مرسته جاري ساتي. طالبانو د ته ولسمشر غني له خوا د مذاکراتو د وړاندیز په اړه د امریکا د دفاع وزارت ویاندې ډانا وایټ وايي:

"طالبان به له تشدده لاس اخلي، جنګ به پرېږدي او افغان اساسي قانون به مني. دا بیا په افغان ولس پورې اړه لري چې تر اصل سیاسي حل پورې ورسېږي".

د طالبانو له خوا تر اوسه د افغان حکومت د پخلاینې او مذاکراتو پلان ته څه رسمي ځواب نه دی ویل شوی خو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د نیویارکر مجلې بارنیټ روبن ته څو ورځې وړاندې په لیکل شوي پرانیستي لیک کې ویلي وو:

"زموږ هېواد نیول شوی او پر موږ د امریکا غوندې یو سیاسي حکومت مسلط کړل شول. له دوی سره زموږ خبرې او د دوی حیثیت منل هماغه لار خپلول دي، چې امریکا په دې جنګ کې د بریالتوب په هیله ورباندې روانه ده".

د جنرال نیکولسن د جمعې په ورځ له طالبانو سره د امن مذاکراتو په اړه دا بیان د کابل تر غونډې یوه ورځ وروسته راغلی، چې ولسمشر اشرف غني پکې پر طالبانو له تشدده د لاس اخیستو او د جګړې د پای ته رسولو غږ کړی وو.

له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره وخت او نېټه نه ده ټاکل شوې خو مطبوعاتي رپوټونه وايي که په را روان پسرلي کې- چې عموماً طالبان پکې نوي وسلوال بریدونه پلانوي- د وسلوالو بریدونه کم شول، نو دا به اشاره وي چې دوی له تشدده پر شا کېدو ته تیار دي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG