لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان میرمنې رویا سادات فلم "اولسمشر ته لیک" داسکار نړیواله جائزه ګټلې


دغوره او معیاري فلمونو جوړؤلو دپاره مشهوري افغان میرمنې رویا سادات پخپل فلم “اولسمشر ته لیک” د اسکار نړیواله جائزه ګټلې ده.

دهغې د۹۰ دقیقو دغه فلم تیر کال د اسکار د جائزو د ۹۰م پړاؤ دپاه دافغانستان دعلوم اؤ دسینیمایي هنرونو اکیډمۍ داسکار جائزې ته وړاندې کړی ؤ.

داسکار دغه نړیواله جائزه د هالند د بهرنیو چارو وزارت ا و د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا جوړو شویو مراسمو کې مېرمن سادات ته ورکړل شوې ده.

دفلم” اولسمشر ته لیک” کیسه د یوې ځوانې میرمنې د ژوند نه چورلي چې خپل مېړه د وژنې په تور په دمرګ په سزا محکوم شوې وي.

ددې ترڅنګ دغه فلم دکتونکو پام ښځو سره توپیري چلند اؤ دهغوئ په وړاندې موجود تاؤ تریخوالي ته هم ګرځوي.

په دې فلم کې مرکزي کردار لینا علم لوبولی اؤ کیسه یې عزیز دلدار لیکلې ده

د اسکار جائزې ګټلو څخه دمخه تیرکال امریکایي مجلې فارن پالیسي د رویا سادات نوم د نړیوالو مفکرینو په نوملړ کې وراچولی ؤ .

فارن پالیسي مجلې ویلي وؤ دهغې نوم یې ځکه دنړیوالو مفکرینو په نوملړ کې ورګډ کړی چې رویا سادات دافغاني ښځو کیسې له کورونو راپورته کړي اؤ د سینیما تر پردې یې رسولي دي.

رویا سادات ته د اسکار دجائزې په ترلاسه کیدلو دهالند د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي “د هاند د بهرنیو چارو وزارت ویاړي چې د اسکار ځای ناستې جایزه میرمن رویا ته د ښه فلم لپاره ورکوي”

د هالند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مېرمن سادات د طالبانو رژيم وروسته توانېدلې چې افغانستان کې د ښځو په ژوند کې بدلون رامنځته کړي.

یاد فلم د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی دی.

میرمن سادات ویلي “دا فلم د ویلو لپاره ډېر څه لري. ټولنیز توپير، ستونزې اؤ دښځو په وړاندې تاؤ تریخوالی په دې فلم کې د یوې کورنۍ له لارې ښکاره شوی دی”

هغې زیاته کړې ده دا لومړۍ اوږد فلم دی چې ټول لوبغاړي یې افغانان دي. ټویې چارې یې افغانستان کې شوې دي،

میرمن سادات د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د یوې داسی ښځي کیسه ولیکله چې د فقر او بیوزلۍ له امله یې د نشه یې توکو چاقاق ته مخه کړې وي.

میرمن سادات وایې یوازینی هدف یې دا دی چې خلک هغو بې عدالتیو ته متوجه کړي چې یوه افغانه میرمن ترې دکړاونو په ډک ژوند اخته ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG