لاس رسیدونکی لینک

 
بلوچستان: د پاکستان د پوځ مشر په ګوادر کې د څښلو د پاکو اوبو پلانټ پرانیست
تازه خبر

بلوچستان: د پاکستان د پوځ مشر په ګوادر کې د څښلو د پاکو اوبو پلانټ پرانیست


د پاکستان د پوځ مشر په دوه ورځني سفر بلوچستان ته تللی او هلته یې د امنيتي وضعې جاج اخیستی، د ګوادر د څښلو د اوبو د پاکولو د پلانټ پرانیسته او د خوشحال بلوچستان پروګرام کتنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګه ای ايس پي آر وايي، د پوځ د مشر په دوره کې ګوادر، آواران او د تربت شامل دي.

د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه تېره شپه په تربت کې تېره کړه او د ګل- دوشنبې په ورځ یې د بلېدې د لويې لارې پرانیسته وکړه. پر دې مهال د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو او نور پوځي افسران هم له ده سره ملګري وو.

جنرل قمر جاويد باجوه وويل چې په بلوچستان کې د امن د راتګ او د پرمختيا کارونه به د صو بایي حکومت په سلا باندې تر سره کېږي. جنرل باجوه په مکران کې د بلوڅو په یوه کلتوري مېله کې هم وينا وکړه او ویې ویل:

"د بلوچستان شاته پاته سيمو ته بنسټيزې اسانتياوې ورکول او ارامي راوستل د دغو سيمو د پرمختيا خوب په حقيقت بدلول دي".

جنرل باجوه تر دې وړاندې تېره ورځ ګوادر ته لاړ او هلته یې د څښلو د پاکو اوبو د پلانټ پرانیسته وکړه، چې د سويزرلېنډ او عرب اماراتو په مالي مرسته به په اتو مياشتو کې بشپړ شي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وایي، دغه پلانټ به په پیل کې د ورځې تر څلور زره زيات ګيلن اوبو ورکولو وړتیا ولري، چې وایي وروسته دغه کچه تر اته زره ګیلنه هم رسېدلای شي.

د پاکستان او چين د اقتصادي لارې د پروژې مرکز ګوادر دا وخت د څښلو د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دی او خلک یې وخت په وخت د اوبو د نشتوالي لپاره احتجاجونه هم کوي.

د پوځ مشر د پرانیستنې په غونډه کې د سیمې له خلګو سره هم وليدل او وروسته یې د خوشحال بلوچستان د پروګرام څارنه هم وکړه. ده په خپلو خبرو کې وویل:

"د پرمختيایي پروژو تر بشپړتیا وروسته به د خلکو په ژوند کې بد لون راشي او ګوادر به په سیمه کې د تجارت او سوداګرۍ مرکز وګرځي".

بلوچستان ته د پوځ د مشر د ورتګ په مهال کلک امنیتي ګامونه اخیستل شوي وو، خو پر دې برسېره تېره ورځ تربت ته د ورتګ په مهال د ښار پر شاپور هوټل ناڅرګندو وسلوالو لاسي بم ور وغورځاوه، چې د يو عسکر په شمول یې څلور تنه ژوبل کړل. ذمه یې وسلوال سازمان بلوچستان لیبرېشن فرنټ واخیسته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG