لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان ځواکونو تازه عملیاتو کې ۳۱ ترهګر وژل شوي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي دهیواد په بیلابیلو سیمو کې دترهګرو په ضد امنیتي ځواکونو زمکني اؤ هوایي عملیات کړي چې پکې ۳۱ ترهګر وژلي شوي اؤ ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

تیره اوونۍ دافغان اولسمشر اشرف غني مخالفو طالبانو ته دسولې وړاندیز کړی ؤ خو طالبانو دغه وړاندیز ته هیڅ مثبت جواب نه دی ویلی چې دهغې راپدیخوا افغان ځواکونو دطالبانو په ضد یو ځل بیا دعملیاتو لړۍ چټک کړې ده.

دسه شنبې په ورځ د افغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو په غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، فراه، بادغیس، کندوز، تخار، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د ترهګرو په ضد تیر یوشوارزو کې چټک هوایي اؤ زمکني بریدونه کړي.

ددفاع وزارت وایي په دغو بریدونو کې دطالبانو ځالې په نخښه کړل شوي اؤ هغوئ ته درانه زیانونه وړ اړول شوي دي.

ددفاع وزارت دا دعوه هم کړې ده چې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني ترهګر هم وژل شوي خو طالبانو لا په دغه هکله خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

افغان اولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ طالبانو ته د سولې دپلان وړاندې کولو وروسته دا هم ویلي وؤ چې مخالفینو ته به دسیاست اؤ جګړې په دواړو ډګرونو کې ماتې ورکوي.

طالبانو داشرف غني لخوا د سولې شوي وړاندیز ته تراوسه کوم غوڅ ځواب نه دی ورکړی خو خواهش یې څرګند کړی چې هغوئ دافغان دولت پځایې امریکا سره خبرې کول غواړي، ولې امریکا دطالبانو دغه خواهش رد کړی اؤ په هغوئ یې ټنیګار کړی چې افغان دولت سره خبرې وکړي.

مطبوعاتي رپورټونه وایي طالبان دا مهال دافغانستان په شمیر اولسوالیو قابض دي اؤ افغان حکومت تورونه لګوي چې د یاغي طالبانو سره دپاکستان پوځي اؤ‌ اسخباراتي شبکې مرستې کوي.

خو پاکستان دافغان دولت دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانې جګړې دافغان دولت کورنۍ کمزوري ګرځوي.

په افغانستان کې دناټو اؤ امریکايي ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن وایي د طالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو ځپلو دپاره افغان ځواکونه اوس زیات پیاوړي شوي اؤ په نزدې وختونو کې به دافغان ځواکونو دپیاوړتیا دپاره نړیواله ټولنه نوره همکاري هم وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG