لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا نایان وایي نور به چاته په ډیزاین ږیرې نه ور جوړوي


د خیبرپښتونخوا نایانو د ډیزایني ږیرې پر جوړولو بندیز اعلان کړ او دا یې یو غیراسلامي کار وباله.

په پېښور کې د نایانو د اتحادیې مشر محمدشریف کاهلو د ګل-دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې ږیره د اسلام د پیغمبر سُنت (روایت) دی، ځکه دوی نور چاته فرینچ طرز یا بل ډول ډیزایني ږیرې نه ور جوړوي:

"دا پرېکړه مو له دیني عالمانو سره تر سلامشورو وروسته وکړه او هغوی راسره ومنله چې ډول [سټایل] او طرز [ډیزاین] ږیرو جوړولو باید بندیز ولګېږي"

پاکستاني ځوانان عموماً ږیرې خرېیي او برېتونه پرېږدي او یا ږیره برېت دواړه خرېیي، چې کلین-شېو ورته وایي، خو له تېرو څو کلونو راهیسې په ځانګړو ډیزاینونو د ږیرو جوړولو یو نوی رجحان هم پکې پیل شوی دی خصوصاً فېشن ماډلونه، هنرمندان او لوبغاړي دا ډول ږیرې زیاتې جوړوي، چې خپل مینه وال یې هم اغېزمن کړي دي.

د پښتونخوا صوبایي حکومت د نایانو له خوا پر ډیزایني ږیرو جوړولو د بندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې سرکاري چارواکو له تېرو څو اوونیو راهیسې نایانو ته خبرداري ورکول، چې فېشني ږیرې جوړې نه کړي، په دې برخه کې یې د سوابۍ، مردان، بونیر او دیر نایانو ته خبرپاڼې هم ور لېږلې وې.

په دې وروستیو کې ځینو مذهبي ډلو د پښتونخوا په ځینو سیمو کې نایانو ته خبرداری ورکړی وو، چې خلکو ته فېشني او ډیزایني ږیرې ور جوړې نه کړي، چې په نتیجه کې یې ډېرو نایانو د نوي طرز دود شویو ږیرو له جوړولو لاس واخیست.

د پاکستان د نایانو اتحادیې د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې دغه خبرداري وغندل او ویې ویل چې دا ډول خبرداري نه یواځې د دوی کاروبار ته تاوان رسوي، بلکې د دوی ژوند هم په خطر کې اچوي. دوی له حکومته غوښتي وو، چې د دغو خبرداریو پلټنه وکړي.

خو د پښتونخوا د نایانو مشر شریف کاهلو بیا وایي چې دوی پر نویو رواج شویو ږیرو د بندیز اعلان د کومې مذهبي ډلې د فشار یا ګواښونو په نتیجه کې نه دی کړی، بلکې د خپلې اتحادیې له غړیو او مشرانو سره تر سلامشورو وروسته یې په ګډه دا پرېکړه وکړه:

"دا اوس په هر نایي (حجام) پورې اړه لري چې زموږ د پرېکړې په تایید د ډیزایني ږیرې د جوړولو کار پرېږدي که نه"

د نایانو د اتحادیې مشر شریف خو دعوه کوي چې دا پرېکړه ټولو نایانو په ګډه کړې، خو د نایانو د دوکانونو ځینو مالکانو وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې دوی له دې پرېکړې خوشاله نه دي، ځکه چې وایي دا به د دوی روزګار ته تاوان و رسوي.

بل لور ته عامو خلکو خصوصاً ځوانانو هم د نایانو د اتحادیې پر دې پرېکړه خفګان څرګند کړی او دا یې د خلکو په شخصي ازادۍ او خوښه ناخوښه کې لاسوهنه بللې ده.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په خاران ضلع کې هم د ۲۰۱۷م کال په جون کې دې ته ورته اعلان شوی وو، چې نایان دي خلکو ته فېشني ږیرې نه ور جوړوي، خو وروسته دا بندیز بیرته واخیستل شو.

په خلکو په زوره د ږیرو پرېښوولو یا پر کلین شېو [ږیره برېت خرېیلو] بندیز لومړی ځل طالبانو په افغانستان کې اعلان کړ، چې خلکو ته به یې پر ږیره خرېیلو سزا ورکوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG