لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له امريکې سره تر تاوتريخوالي وروسته پاکستان روس ته نیژدې شوی


رویټرز خبري اېجنسۍ وايي، له امريکې سره د تعلق خرابېدو نه وروسته پاکستان له روس سره پوځي، سفارتي، او اقتصادي اړيکې ټينګې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير خان رویټرز خبري ادارې ته له روس سره د زياتېدونکي تعلق په اړه ويلي.

"پاکستان او روس به د تېرو وختونو تريخوالی ختموي او د راتلونکي ښه وخت لپاره به يو نوی باب پرانیزي"

د رویټرز خبري اېجنسۍ تر مخه پاکستان په داسې وخت کې روس ته ور نیژدې شوی چې د پاکستان او امريکې اړيکې د افغانستان پر سر د تاوتريخوالي ښکار دي.

د ۱۹۸۰م کلونو په لسیزه کې پاکستان له خپلې خاورې د امريکې وسله او استخبارات افغانستان ته د روس په ضد جګړې ته استول.

پاکستان او روس د ساړه جنګ له زمانې تراخه حريفان وو، خو څېړونکي وايي په سيمه کې د شريکو ګټو په خاطر نن سبا دواړه يو بل ته نیژدې شوي دي.

په ماسکو کې د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګیلاوروف سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه آصف وروستۍ لیدنه. ۲۰ فبروري ۲۰۱۸م کال
په ماسکو کې د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګیلاوروف سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه آصف وروستۍ لیدنه. ۲۰ فبروري ۲۰۱۸م کال

له روس سره د زياتېدونکي تعلق په اړه د پاکستان خارجه وزير خواجه آصف ويلي، پاکستان په تېرو وختونو کې سل په سله په غربي نړۍ ملا تړلې وه کومه چې يوه تاريخي غلطي وه:

"موږ غواړو چې له تېرو ۷۰ کالو بې تولې سفارتي اړیکې برابرې کړو او په دې کې توازن راولو او غواړو چې په سیمه کې نیژدې خپلو دوستانو سره اړيکې نورې ټينګې کړو"

​د پاکستان او روس د سفارتي تعلقاتو خوږوالی زياتره په افغانستان پورې تړلی دی، چې په وسیله یې روس غواړي له هغو طالب وسلوالو سره اړيکې ټينګې کړي چې په افغانستان کې د امريکې په ضد جنګېږي.

ماسکو وايي دوی په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او پاکستان هم د افغانستان د کشالې حل د سولې خبرې ګڼي. د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي رویټرز خبري اېجنسۍ ته ويلي:

"موږ له روس سره په يو شمېر سفارتي کشالو شريک نظر لرو او دا يو داسې تعلق دی چې په راتلونکي وخت کې به ډېر مخکې لاړ شي"

د پاکستان خارجه وزير خواجه آصف تېره مياشت ماسکو ته سفر کړی وو او له روس سره يې د ۱۰ اربه ډالرو د انرجۍ د څلورو لويو منصوبو تړونونه کړي وو.

په پېښور کې د روسي کونسلګرۍ د پرانیستنې مراسم. ۱۹ فبروري ۲۰۱۸م کال
په پېښور کې د روسي کونسلګرۍ د پرانیستنې مراسم. ۱۹ فبروري ۲۰۱۸م کال

پاکستان له فلپاین او قطر وروسته دريم داسې هېواد دی چې له امريکې د اړیکو تر خرابېدو وروسته روس ورسره خپل سفارتي تعلقات خواږه کړي دي، خو څيړونکي وايي دا معلومه نه ده چې له پاکستان سره په داسې وخت کې د سفارتي تعلقاتو خوږولو تر شا د روس اهداف څه دي، چې ګاونډي هېوادونو او غربي نړۍ پر يو شمېر ډګرونو پاکستان يواځې کړی دی.

رسنۍ وايي پاکستان دا وخت د چين او روس ملاتړ ته زښته ډېره اړتیا لري، چې امريکې د برتانیې، فرانس او جرمني په مرسته د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په لسټ کې د پاکستان د شاملولو هوډ کړی دی او هم يې د پاکستان پوځ ته د دوه اربه ډالرو مرسته ورباندې ځنډولې ده.

که څه هم پاکستان د امريکې او غربي نړۍ له خوا تر فشار وروسته چين او روس ته نیژدې شوی، خو دفاعي او اقتصادي څېړونکي وايي، امريکې چې د پاکستان پوځ ته په کومه پیمانه وسله او مالي مرستې ورکولې داسې نه ښکاري چې روس، چین يا کوم بل هېواد به د پاکستان لپاره د امريکې دغه کمی پوره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG