لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د بې درکه شوي ډاکټر د را خوشي کېدو لپاره احتجاجي ناسته


د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې لسګونو غړو د نهې- سه شنبې په ورځ احتجاج کړی وو او د وزیراعلی د دفتر پر لور یې د تګ هڅه کوله، خو پو ليسو پرېنښول، چې بیا یې د کوټې د کمشنر د دفتر مخې ته احتجاج پیل کړ او سړک یې د موټرو پر مخ وتاړه.

ډاکټرانو په مرکزي ښار کوټه کې د بولان مېډيکل کالج د وروستي کال د زده کوونکي ډاکټر سعيد بلوچ د بې درکه کېدو په ضد احتجاج پيل کړی دی.

احتجاج کوونکو ډاکټر ګواښ وکړ، چې تر څو ورک شوی ډاکټر نه وي موندل شوی، د بولان مېډیکل کالج ټولې چارې، کلاسونه او دفترونه به تړلي وي او امتحانونه به ځنډېدلي وي.

د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې او پېرا مېډ يکل سټاف له سیول روغتونه احتجاجي لاریون پیل کړ او د ښار پر بېلابېلو سړکونو وګرځېدل. دوی په لاسونو کې شعارپاڼې او بېنرونه هم را اخیستي وو، چې د تښتول شوي ډاکټر سعيد د را خوشي کېدو غوښتنې پر لیکل شوې وې.

د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر ياسر خوستي احتجاج کوونکو ته په وینا کې وويل، چې حکومت دي د دوی جایزې غوښتنې ومني:

"ډاکټر سعيد څو ورځې مخکې له د بولان مېډيکل کالجه وړل شوی دی، زموږ حقيقي مطالبه دا ده چې هغه که هر چېرې وي را څرګند دي کړل شي او که یې څه [جرم] کړی وي نو عدالت دې سزا ورکړي".

ډاکټرانو وويل چې ډاکټر سعيد له هیڅ يو سياسي ګوند سره تړاو نه لري، د دوی په خبره هغه د خپل وروستي امتحان لپاره تياري کوله، چې د تېر اتوار په شپه نامالومو کسانو له ځان سره يووړ، وایي ګومان کوي امنیتي ادارو به وړی وي.

ډاکټر سعيد بلوچ د خاران ضلعې اوسېدونکی دی، چې د بولان مېډيکل کالج په هاسټل کې یې استوګنه کوله.

د ډاکټر سعید د تښتونې درې ورځې وشوې، خو لا یې د تښتونې په ضد د کوټې په کومه پولیس تاڼه کې رپوټ نه دی درج شوی.

ځوانو ډاکټرانو او پيرا مېډيکل سټاف په سرکاري روغتونونو کې د طبي اسانتياوو غوښتنه هم وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

د ایکنا کنوینشن کې سږ کال له ۳۰،۰۰۰ هم ډیرو کسانو ګډون درلود
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG