د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي ، زمونږ نیت، اراده او حوصله په دې متمرکزه ده چې بحرانونو ته د پای ټکی کېږدو او دا کار به په ګډه کوو.
د ملي شورا د کلنۍ غونډې د پرانيستې په مراسمو کې صدر غني ويلي ، د اداري اصلاحات هغومره مهم دي لکه امنیتي اصلاحات چې مهم دي.
ولسمشر په ډاګه کړه چې له نیکه مرغه په اول ځل د هیواد د کانونو د سېکټر لپاره د لارې نقشه جوړه شوې ده او تر دې وروسته به له کانونو څخه استفاده د یوې جامع او واضح دیدګاه په اساس وي.
ولسمشر زياته کړه د کانونو لپاره د لارې دغه نقشه له مونږ سره مرسته کوي چې خپل کانونه اوسني نسل او راتلونکو نسلونو ته په واقعي سرمایې بدل کړو.
ولسمشر غني د غه غونډې ته وويل د افغانستان ځنګلونه د ګران هیواد یوه مهمه طبیعي سرمایه ده چې بې غوري ورسره شوې ده خو له نیکه مرغه زمونږ خلک اوس د خپلې دې سرمایې اهمیت ته متوجه شوي دي.
ولسمشر هيله څرګنده کړه ځوان نسل ته د کسبونو او مهارتونو زده کول، زموږ د خلکو ژوند بدلولای شي.
د ملي شورا د کلنۍ غونډې د پرانيستې دغه مراسمو ته ولسمشر وويل د معارف او لوړ تحصیلات په برخو کې جدي مشکلات موجود وو او لا هم دا مشکلات شته، مونږ په پرمختګونو قضاوت نه کوو، باید ولس دا قضاوت وکړي.