د امريکې د دفاع استخباراتي ادارې په خپل نوي رپوټ کې په ګوته کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير وېشونکې لانجمنه پوله (اېل او سي) باندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درنو وسلو کارېدو کې تندي راتلی شي او حالات نور خرابولی شي.
استخباراتي ادارې دغه رپورټ د سه شنبې/ نهې په ورځ د امریکې کانګرس ته وړاندې کړی دی.
د امريکايي استخباراتي ادارې دا رپوټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې هند او پاکستان پرله پسې په يو بل د پولې په سر د ډزو او اوربند د سرغړونې تورونه لګوي.
د تېر کال راهسې په پوله د دواړو غاړو نه د ډزو په پېښو کې تندي هم راغلې ده.
پاکستان او هند وخت په وخت په پوله د يو بل د سرتېرو د وژنو ادعاوې هم کوي او په يو بل تورونه هم لګوي چې په پوله پرتو علاقو کې پوځيان عام خلک په هدف کوي.
خو دواړو د تورونو رد هم کوي.
د فرورۍ د میاشتې په وروستيو کې د پاکستان پوځ ويلي ؤ د امریکا، برتانیه ،فرانس،چین، ترکي او انډونیشیاء دفاعي اتاشیان یې په وېشونکې پوله د راولا کوټ سیمې ته وروستي او د هاغو کورنیو سره یې ورله لیدني کړي وې چې د هندي پوځ د ډزو له امله اغیزمن شوي وو.
د پاکستان د بهرنو چارو دفتر ويلي سږ کال د فرورۍ د مياشتې د وروستۍ اوونۍ پورې په ورکنګ باؤنډرۍ او اېل او سي باندې هندي ځواکونو ۷۱ ځله د اوربند سرغړونه کړې ده، او تېر کال د سرغړونو شمېره ۱۹۰۰ ځله يادوي.
او هندي رسنۍ وايي پاکستاني ځواکونو ۷۲۴ ځله د اوربند سرغړونه کړې ده.
د پاکستان او هند دواړو ځواکونو په کال ۲۰۰۳م کې د کشمير په وېشونکې پوله باندې د اوربند تړون کړی خو د هغې باوجود وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي او دواړه هېوادونه يې تور په يو بل لګوي.
په وروستيو کې د دواړو هېوادونو د پوځ لخوا د يو بل په ضد بيانونه هم مخې ته راغلي دي.