لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جبر او کړاؤنو سره مخ پښتنه مېرمن په مېدان هم ولاړه ده


د مشال خان د وژنې پرضد د پښتنو ښځو لاریون

د ښځو د نړيوالې ورځې (اتم مارچ) په مناسبت په ځانګړي ډول پښتنې فعالې او د ښځو دحقونو مبارزې وايي په تېرو څو کلونو کې ښځو د ژوند په بېلابيلو برخو کې يوڅه پرمختګ کړی دی خو بيا هم دوي ته ډېر څه کول لا پاتې دي.

پښتنه ټولنه خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې څو پښتنې مېرمنې لګيا دي د ښځو دپاره هلې ځلي کوي د دوي دحقونو او په دوي کې دخبرداري دپاره شخصي او غېر دولتي ادارې هم چلوي.

پښتنې فعالې په خپله د کومو حالاتو نه د مبارزې مېدان ته راوتلي، څومره کار يې کړی او دا وخت دوي څومره پرمختګ کړی يا پښتنه ټولنه کې د ښځو په ژوند کې څومره بدلون راغلی دی؟.

د څو پښتنو فعالو نظر:

شاد بېګم

شادبېګم د خېبرپښتونخوا د کوز دير سره تعلق لري، ډيوه سره په خبرو کې يې وويل هغې په سکول کې د نهم ټولګي څخه د خپل پلار سره د سياسي او ټولنيزو هلو ځلو ترڅنګ د خېرښېګړې په کارونو کې برخه اخستل پېل کړي دي.

هغې وويل دغه کار يې دومره مخ په وړاندې لاړو چې دوي بيا په کال ۱۹۹۴م کې د ملاکنډ ډويژن په سر د انجمن خواتين تالاش په نوم د ښځو يوه غېر دولتي اداره جوړ کړه چې ټولې پکې ښځې وې د ښځو دپاره يې کار پېل کړی او تراوسه د دوي دغه مبارزه دوام لري.

دغه اداره اوس د (اېسوسي اېشن فار بي هېويئر اېنډ نالج ټرانسپرمېشن) په نوم کار کوي.

شادبېګم وايي دوي "زيات د ښځو د حقونو په اړوند په خلکو کې د پوهې خبرداری خوروي چې د ښځو په اړوند سماجي رويې بدل شي چې د ښځو حقونه ومنل شي، د دې ترڅنګ ښځې په معاشي او سياسي توګه پرمختګ وکړي چې دوي ته د واک او فېصلې اختيار وکړی شي دوي په قانون جوړولو کې برخه ولري".

هغې وويل دوي په ټوله خېبرپښتونخوا صوبه په ځانګړي ډول ملاکنډ ډويژن کې زيات کار کوي او راتلونکې کې قبايلي سيمو ته د تګ اراده هم لري چې هلته هم د ښځو دپاره کار وکړي.

د ښځو په ټولنيز ژوند کې د بدلون په اړوند هغه خپل ځان د بېلګې په توګه وړاندې کوي او وايي، " په کال ۲۰۰۱م کې په دير کې د ښځو د ووټ اچولو سوچ هم نشو کېدی بیا ما په خپله په ووټونو کې برخه واخسته او نن نه يواځې چې ښځې په ووټونو کې برخې اخلي بلکې د هائيکورټ پورې پسې چېلنج کولو له هم ځي".

ثنا اعجاز

ثنا اعجاز د خېبرپښتونخوا د مردان سيمې سره تعلق لري وايي د اته ؤ کالو نه د زياتې مودې راهسې د پښتنې قام پرستې په حېث د پښتنو ښځو دپاره مبارزه کوي.

ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، " د پاکستان په رياست کې پښتانه ډېر خوار دي خو د ټولو نه خوار مخلوق پکې پښتنې ښځې دي د عدالت په لار کې، د تعليم د معيشيت د صحت او ټولو لارو کې وروستو پاتې دي".

هغې وويل ښځې د رياست د تشدد ښکار دي لکه د کورني تشدد د مخنيوي دپاره قانون جوړول کيږي خو عملي کيږي نا، دوېمه ميډيا ده د ښځې کردار يې ډېر پاتې کړی دی، په سياسي توګه پکارده چې رياست ښځو ته په جنرل چوکيو برخه ورکړي او کوم ګوندونه چې ښځو له حق نه ورکوي تپوس يې وکړي.

ثنا اعجاز وايي په پښتنه ټولنه کې تر دې پورې چې په پوهنتونونو کې جينکۍ په خپلو حقونو نه دي خبر، خو دوي د پېښور نه تر باجوړ او خېبرايجنسۍ پورې تلي او ښځو سره يې په دغه اړوند ناستې او خبرې اترې کړي دي.

هغې وويل د خپلو ملګرو په مرسته په خېبرپښتونخوا کې په ۲۶ جينکو ويړيا تعليم کوي او د ښځو د حقونو دپاره د ژوند په هره برخه کې کار کوي.

ثنا وايي د خدايي خدمتګار غورځنګ باني او مشر باچاخان په وخت کې به ښځې په جلسو کې شامل وې خو بيا د سياست د مېدان نه وروستو کړی شوې خو اوس پښتنې ښځې سياسي شوي مثبت بدلون راروان دی که څه هم ډېر په قلار دی خو پښتنې د ژوند په هره کې مخې ته راروانې دي.

تبسم عدنان

تبسم عدنان د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات سره تعلق ساتي ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل په " کال ۲۰۱۰م کې يې د پاکستان د ښځو لمړۍ جرګه جوړه کړې او د هغې جرګې د لارې د ښځو د حقونو او مسلو د حل کولو کوششونه کوي".

هغې وويل دوي په ټولنه کې په ځانګړي ډول د سړو په ټولنيزو جرګو کې د ښځو استازيتوب يقيني کړی دي.

هغې زیاته کړه دوي سره په جرګه کې ۲۵ غړې دي دوي هڅه کوي چې د ښځو هر ډول کورنۍ او ټولنيزې ستونزې د جرګې د لارې هوارې کړي او که په جرګه کې يې مسله حل نشي دوي ښځو له قانوني مرسته ورکوي.

په سوات کې د طالبانو د راتلو او د هغوي د لرې کېدو وروستو د حالاتو په اړوند تبسم عدنان وايي ښځې راپاسېدلي د خپل حق دپاره يې غږ پورته کړی دی.

هغې وويل د سوات په حالاتو کې ښځې تر ټولو زياتې اغېزمنې شوي دي، ښځې په سورو کې ورکړی شوي خرڅې شوي دي او حقونه يې تروړل شوي دي، ښځوته حقونه ترلاسه کېدل يې لا ډېر وخت غواړي خو بدلون ليدل کيږي چې په ټولنيزه کچه راروان دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG