لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرعبدالله:طالبانو سره دپردې ترشا دسولې مزاکرات به ونه منو


دافغانستان اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ کیدونکې خبرې باید ډاګیزه بڼه ولري اؤ د پردې ترشا طالبانو سره کیدونکې دسولې خبرې به ورته د منلو وړ نه وي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني طالبانو ته دسولې خپله هراړخیزه طرحه وړاندې کړې ده خو اجراییه رییس نن دجمعې په ورځ په تازه خبرو کې ویلي له طالبانو سره راتلونکي خبرې باید روښانه وي او دسولې مذاکراتو هیڅ یواړخ هم په پته ترسره نه شي.

هغه وایي دطالبانو دې وړاندیز سره چې”د افغانستان اسلامي جمهوریت په اسلامي امارت”بدل کړي، دافغانستان اولس مخالفت نه لري اودا قدام به دافغان ولس د خوشحالۍ ورځ وي.

عبدالله د پخواني جمهور رییس د لومړي مرستیال جنرال فهم د مړینې د څلورم تلین په لمانځغونډه کې ویلي طالبانو سره د سولې د خبرو په وړاندیز کې باید وضاحت موجود وي او دضاحت نه موجودیت به د اولس داندیښنې وړ ګرځي.

نوموړي وړاندې وویل”هغه ډله چې دافغانستان اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې ښکیله ده ،که ووايي چې مونږ جګړه پای ته رسوؤ،له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکوو،سیاسي فعالیت کوو خو په سیاسي فعالیت کې داسلامي جمهوریت پرځای امارت اسلامي غواړو اویوسیاسي حزب هم جوړو او د نورو سیاسي احزابو ترڅنګ به فعالیت کوي زه فکرکوم چې دا به دافغانستان دخلکو لپاره دخوښۍ ورځ وي”

نوموړي ویلي په اساسي قانون کې به د اړتیا له مخې هم بدلون راځي خوپه لویه رابلل شوې جرګه کې د اولس داستازو لخوا نه د نورو کسانولخوا.

اجرایئه ريیس ویلي په تیرو ۱۷ کلونو کې مو دسولې په ګډون ګن شمیر فرصتونه لاسه ورکړي او لاهم د وتلو په حال کې دي.

عبدالله زیاته کړه”افغانستان خلک له دې څومره زیاته نوره قرباني ورکړي یوازې تیره شپه د تخار ولایت په یوې ولسوالۍ کې دمخالفینو په برید کې لس تنه ملي او سیمه ییزپولیس او ۶ تنه دملي اردو سرتیري وژل شوي دي ، دخلکو قرباني او حوصله تر دې حده پورې ده او دسولې په اړه مسئولیت ترټولو زیات دافغان حکومت دی”

افغان حکومت په داسې حال کې له مخالفینو سره دسولې په خبرو ټینګار کوي چې وسله وال طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت دسولې خبرو اترو دترسره کولو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG