لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني : یوې وحشیانه جګړه کې ښکیل یو


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشراشرف غني د خاصې قطعې او د ملي امنیت د غبرګون عمومي قوماندانۍ د پرانستی په مراسمو کې وېلي” تاسې د افغانستان زمریان یاست، ګېدراڼ به درنه تښتي دا په دې ده چې ټول افغانستان په دې پوهیږي چې تاسې یې ساتنه کوئ”

‎دافغانستان دصدارتي ماڼۍ لخوا دجاري شوي بیان له مخې غونډې ته پخپله وینا کې اولمشر غني وویل ملي امنیت منسوبین د قانون حاکمیت ته ژمن دي.

هغه وویل “په ملي امنیت کې شکنجه او غیر انساني اعمال وجود نه لري. تاسې هغه ملي امنیت یاست چې د شکنجې تور ورباندې نه شي لګېدلای، ځکه تاسې ملي ارزښتونو ته ژمن یاست”

د اشرف غني په وینا”‎د جنګ بڼه بدله شوې ده، اوس یو وحشیانه جګړې کې ښکېل یو، د ملي امنیت څخه مننه کوم چې په موقع یې د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي دي او زما هیله ده چې ستاسې اطلاعات جدي ونیول شي”

اولسمشر د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د خاصو قطعاتو عملیات اغیزمن وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه قطعات د ځانګړو عملیاتو لپاره روزل شوي او په هغو سیمو کې چې خاص قطعات په کې په میاشتو بوخت وي، د عملیاتو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG