لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فراه انار درې ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې


د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي د انار دري ولسوالي تعمیر د طالبانو لخوا نیولې شوې او په ولسوالۍ کې د نورو دولتي تاسیساتود نیولو لپاره طالبانو شدیده جګړه پیل کړې ده.

د فراه والي ویاند ناصرمهري له ډیوې سره په خبرو کې نن دوشنبې/ ګل په ورځ ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او سیمې ته تازه دمي سرتیري درسیدو په حال کې دي.

نوموړي وړاندې وویل "نن سهار ۴ څلور بجې دفراه ولایت په انار درې ولسوالۍ وسله والو طالبانو پراخه جګړه پیل کړه اوس هم جګړه روانه ده ،دا مهال طالبانود اناردرې ولسوالۍ تعمیر نیولی او کوشش کوي چې د ولسوالۍ امنیې قومندانۍ او دملي امنیت مدیریت تاسیسات تر واک لاندې را ولي".

خود افغانستان د فاع وزارت ویاند مرستیال جنرال رامنش د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي او وايي دافغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او دمخالفینو پرضد هوایي او ځمکني عملیات په همږۍ سره دوام لري.

رامنش وویل "هغه تازه راپور چې مونږ ته رارسیدلی ،هلته د دښمن او دملي امنیتي دفاعي ځواکونو ترمنځ جنګ دوام لري ،د اناردرې ولسوالۍ دا مهال زمونږ په لاس کې ده اما مخالفین د لرو سیمونه راکيټي او پیاده انداختونه کوي".

خووسله والو طالبانو، ویلي ،فراه ولایت انار درې ولسوالۍ یې نیولې او د لسو په شاوخوا کې دافغان امنیتي ځواکونو د وژل کیدو ادعا یې کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG