لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني: له جېمز مېټس سره پاکستان ته د امن پر وړانديز تفصيلي وغږېدم


افغان ولسمشر د امريکا د دفاع له وزير سره تر لیدو وروسته ویلي، افغانان به تل د ترهګرۍ په ضد روان جنګ کې د امريکايي عسکرو درنې قربانۍ يادې ساتي. ولسمشر د افغانستان لپاره د امريکا د نوې تګلارې ستاینه وکړه او ویې ویل:

"دغه تګلاره د افغان شخړې د بدلون تګلاره يا ګېم چېنجر وه چې تر مخه يې د دوی ملي حکومت طالبانو ته د سولې د خبرو او له پاکستان سره هم د تفصيلي دوه اړخيزه خبرو وړانديز وکړ"

دغې غونډې ته د امريکا د دفاع وزير جېمز مېټس وویل، په افغانستان کې د بري پر امکان اوس هم باوري دی او زياتوي لازمه نه ده چې دغه بری دې د جګړې په میدان کې ترلاسه شي، بلکې له طالبانو سره د پخلاينې يا روغې جوړې له لارې هم دغه کاميابي تر لاسه کېدای شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي، افغان ولس او حکومت هغو امريکايي عسکرو ته د عقيدت پېرزوینې وړاندې کوي، چې د افغانستان د امن په خاطر یې د خپل ژوند قرباني ورکړې دي.

ښاغلي اشرف غني نن په کابل کې د امريکا د دفاع له وزير جېمز مېټس سره په يو ګډ خبري کانفرنس کې وویل:

"زه د خپلې وینا پیل ستاسو وژل شويو اتلانو ته د عقيدت د پېرزوینو نه کوم، مهرباني وکړئ د دغو وژل شويو عسکرو درنو کورنيو ته زموږ له خوا ډېره مننه او تشکر ووايئ، تاسو له هغوی سره ډېر وخت تېر کړی او ستاسو قربانۍ به چېرې هم هېرې نه شي"

افغان صدر اشرف غني د دغې غونډې په اړه په خپل يو وروستي ټويټ کې ويلي، په ګل خانه ماڼۍ کې يې د امريکا د دفاع له وزير جېمز مېټس سره له طالبانو سره د سولې پر خبرو، له پاکستان سره تفصيلي خبرې، راتلونکو انتخاباتو، د نشيي توکو پر مخنيوي او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر کشاله خبرې وکړې.

د امريکې د دفاع وزير جېمز مېټس په داسې حال کې د افغانستان سفر کوي، چې په وروستيو کې پر افغان طالبانو د سولې خبرو ته د کښېنستو لپاره فشار زیات شوی او له پاکستانه هم غوښتنې کېږي چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې خپل کوټلی رول ولوبوي او پر طالبانو فشار واچوي چې د سولې خبرو ته کښېني.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG