لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خان زمان کاکړ: د پښتنو د ځواکمن پاڅون مخه څوک په زندانونو نه شی نیولای


د پاکستان د حکومت له خوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر مشرانو باندې د درج شویو مقدمو په غبرګون کښې ددغه غورځنګ یو غړی خان زمان کاکړ وايي "په زندانونو او په زور کله هم د خلکو تحریکونه نه دي غلي کړای شوي"

له وي او اې ډیوې سره د مرکې پر وخت خان زمان کاکړ وویل، د داسې مقدمو درج کولو مقصد دا دی چې د پاکستان حکومت خلک و ډار کړي خو دوي د حالاتو جاج سم نه دی اخېستی او دا یې ناپوهي ده چې دا پاڅون یو سرسري غورځنگ ګڼي.

د خان زمان کاکړ په ګډون د پښتون ژغورلو د غورځنگ د یو شمېر مشرانو پرضد پاکستان کښې پولیسو د نسلي کرکې راپارولو په تور مقدمې درج شوې دي.

وي او اې ډیوه ته په یوې ځانگړې مرکه کښې خان زمان کاکړ تور لگوي چې په پاکستان کې ترهګر په بیلابیلو نومونو کار کوي خو د هغوي پر ضد هیڅ عملیات نه کیږي او څوک چې د خپل حق لپاره غږ پورته کوي نو د هغوي پرضد مقدمې درج کیږي.

نوموړي زیاته کړه، "دغه مقدمې د حکومت وېره ښکاره کوي او دوي کوښښ کوي چې د پښتنو پاڅون په کراره کړي، خو دوی دا کار په هیڅ ډول نشي کولی ځکه چې اوس ټول پښتون قوم راپاسېدلۍ"

د بلوچستان د ږوب او قلعه سیف الله د پولیسو په تاڼو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غونډو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پرضد د ویناوو په تور دغه مقدمې درج شویدي.

په دوو جلا-جلا درخواستونو کې د منظور پښتین، محسن داوړ، نواب ایاز خان، رضا محمد رضا، خان زمان کاکړ او نورو هغو کسانو پرضد مقدمې درج شوي، چې د مارچ په نهمه او لسمه یې په ږوب او قلعه سیف الله کې غونډو ته ویناوې کړي.

د قلعه سیف الله په تاڼه کې د درج شویو مقدمو په درخواست کې د غونډې د ویناوالو هغه خبرې راخیستل شوي چې ویل یې د ترهګرۍ تر شا د ریاست (پاکستان) لاس دی او د پښتنو پر سر یې ډالر او بهرنۍ مرستې اخیستې دي، د راو انوار په څېر د پېښور ارمي پبلک سکول او د کوټې د وکیلانو وژونکي (قاتلین) هم په جي ایچ کیو کې ناست دي او دا چې ریاست پښتانه او بلوڅان سره جنګوي.

په درخواست کې دا ټولې خبرې د پاکستان پرضد ګڼل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG