لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: موټري بم بريد کې دوه سرتيري وژل شوي


د افغانستان د جنوبي صوبې هلمند چارواکو ویلي ، د موټربم حمله نن سهار شواخوا لس بجې نادعلي ولسوالۍ ته د داخلیدو پرلار د سرحدي ځواکونو دتلاشۍ په امنیتي چیک پوست کې ترسره شوې ده.

په هلمندکې د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي سلاکار جنت ریحان له ډیوې سره په خبرو کې ویلي په شوي موټربم برید کې دسرحدي ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي دي.

نوموړي وړاندې وویل "پیښه د ناد علي ولسوالۍ په سید اباد سیمه کې رامنځته شوه ، دسرحدي ځواکونود لومړي کنډک دریم ټولي سرتیري دتلاشۍ لپاره ولاړول د پوستې قرول سره نږدې مازدا موټر چې غوښتل یې ښار ته داخل شي دسرحدي سرتیرو لخوا ترپیژندنې وروسته په برید کوونکي یې ډزې وکړې او همدا مهال په موټر کې ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو ته برید کوونکی چاودنه ورکړه".

ریحان ویلي په شوي د موټربم برید کې د سرحدي ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي دي.

په ورته وخت کې دهلمند والي ویاند عمرځواک ویلي، د موټربم په برید کې دسرحدي ځواکونو یوتن سرتیری ټپي شوی او دوه نور وژل شوي دي.

د دې پیښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

په ورته وخت کې د خوست ولایت امنیتي چارواکو ویلي تیره شپه یې د دې ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکو ډک دوه موټره نیولي دي.

د خوست سیمه ییزو چارواکو ویلي، له پیښې سره د تړاو په تور ۶ تنه وسله وال له خپلو ۶ میله وسلو سره یوځای نیول شوي دي او دا مهال له هغوی څخه څیړنې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG