لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:هیڅ یو طاقت به افغانستان بیا په زندان بدل نکړل شي

دافغانستان اولسمشر محمد اشرف غني ویلي ،د ملي یوالی حکومت به افغان ولس ته سوله او دافغانستان ثبات په میراث پریږدي.

په ارګ کې دعبدالعلي مزاري د ۲۶ تلین په لمانځغونډه کې جمهور ښاغلي غني ویلي ،زمونږ سیاسي غیږه باید پراخه وي اودافغانستان څلویښټ کلنو میراثي بحرانونو ته باید د پايې ټکی کیښودل شي.

اولسمشر وویل “زمونږ سیاسي غیږه باید پراخه وي ،باید محدوده نه شي ،او که هرڅومره یې محدوده کړې په همغې اندازه دافغانستان امکانات محدودیږي ،مونږ پیل له یوې سترې مفکورې کړی چې څنګه وکوالی شو دافغانستان ۴۰ کلنه میراثي بحرانونه هوار کړو نه دا چې زیات یې کړو”

نوموړي ویلي ، جمهوري ریاست د استبداد او د چاشخصي ملکیت نه دی او دملي یوالی حکومت له رڼو او شفافوټاکنو له ترسره کیدو ملاتړ کوي.

جمهور ريیس ویلي، مونږ باید داسې یوڅه په میراث پریږدو چې په هغې سره دافغانستان خلک داساسي قانون هیلې ،ملي یوالۍ او ټولنیزعدالت لاس ته راوړي.

محمداشرف غني وویل”له همدې امله زه تاسوته په وضاحت سره وایم چې دمرکزي افغانستان دجغرافې زندان دماتیدو په حال کې دی او له دې وروسته به هیڅ یوطاقت ونه شي کولی چې مرکزي افغانستان یوځل بیا په مرکزي زندان باندې بدل کړي.”

په ارګ کې دعبدالعلي مزاري د وژل کیدو ۲۶ تلین په داسې حال کې د لسکونو ګوندونو مشرانو، حکومتي چارواکو اود مدني ټولنو لخوا ولمانځل شو چې د روانې اونۍ په پیل کې د مزاري د مړنې لمانځ غونډې ته نږدې د ځانمرګي برید له امله ۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۲ تنه نور ټپیان شوي و

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG