لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان نیکولسن: له نور زیانه د بچ کېدو لپاره طالبانو ته د امن خبرو دا ښه وخت دی


په افغانستان کې د نېټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نیکولسن خبرداری ورکړی، چې د وسلوالو په ضد زیاتېدونکې هوایي او مځکنۍ جګړه کې هغوی ته یواځې تاوان رسېدای شي، ځکه نو وایي دا ښه وخت دی چې هغوی له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

جنرل نیکولسن د چارشنبې په ورځ د دفاع له وزیر جیم مېټس سره د بګرام هوایي ډګر د لیدو په وخت له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د پسرلي په راتګ چې بهرنيو او افغان ځواکونو او طالبانو نوې تیاري کړې، د جګړې موسم به خونړی وي :

"د طالبانو په فکر دوی دا ویني چې څه را روان دي او زموږ پوځي وړتیاوې لا نورې هم پسې پراخېږي، نو شاید دا د دوی لپاره ښه وخت دی چې خبرو اترو ته حاضر شي، ځکه دوی ته حالات خرابېدونکي دي"

افغان ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې په دویمه غونډه کې د امن د هراړخیز پلان په وړاندې کولو وسلوالو طالبانو ته د پخلاینې لپاره د خبرو بې شرطه وړاندیز وکړ، خو طالبانو یې تر اوسه د امن پلان ته رسمي ځواب نه دی ویلی.

سیاسي څېړونکي وایي د افغان حکومت د خبرو پر وړاندیز د طالبانو چوپتیا دا څرګندوي، چې د مشرانو تر منځ یې په دې اړه بحثونه روان دي او دا سنجوي چې څنګه کولای شي له داسې یو حکومت سره خبرو ته تیار شي، چې اوږده موده یې غیرقانوني بللی دی.

خو د امریکې د دفاع د وزیر جیم مېټس په شمول امریکایي چارواکو په روانه اوونۍ کې وویل، چې د طالبانو ځینې ډلې دې ته تیارې دي، چې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د جان نیکولسن له خولې وایي له ۲۰۱۷م کاله راهیسې چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ امریکایي ځواکونو ته د هوایي عملیاتو واک سپارلی او همدارنګه د افغان کمانډو ځواکونو او ملي پوځ ظرفیت زیات شوی، وسلوالو طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکې د حکومت او د جنرل نیکولسن پر وروستیو سختو خبرو برسېره هم داسې څرګندېږي چې طالبان لا د جګړې د ډګر پرېښوولو ته تیار نه دي او هره ورځ د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې د وسلوالې جګړې په وسیله هڅه کوي، چې د حکومت تر واک لاندې سیمې ونیسي.

خو جنرل نیکولسن فکر کوي چې که د طالبانو ځینې ډلې جګړې ته دوام ورکوي، مګر ځینې شته چې غواړي د خبرو اترو په وسیله په افغانستان کې امن ته لاره هواره کړي:

"څه چې د طالبانو تر منځ روان دي زه دومره پوهېدلی یم چې هغوی هم نور له دې جګړې ستړي دي، دوی به هم غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي، له خپلې ټولنې سره یو ځای شي او د دې هېواد د خلکو غوندې د جګړې د ختمېدو ارمانجن دي"

جنرل نیکولسن وایي د پوځي فشار تر څنګ پر هغو- چې له بهره دې جګړې ته قوت ورکوي- سفارتي فشارونه زیاتول هم مهم دي او اعتراف یې وکړ، چې په دې برخه کې پر طالبانو د ځینو اسلامي هېوادونو مذهبي فشارونه دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG