لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويسټ انډيز له د ماتې ورکولو دپاره به افغان لوبډلې له نن غوره لوبه کول وي


د کرکټ د پوهانو په خيال افغان لوبډلې له به نن په ځانګړي ډول د بېټنګ په برخه کې نورې سېوا هڅې کول او غوره لوبه کول وي.
د کرکټ د پوهانو په خيال افغان لوبډلې له به نن په ځانګړي ډول د بېټنګ په برخه کې نورې سېوا هڅې کول او غوره لوبه کول وي.

د افغانستان کرکټ لوبډله د راتلونکي نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې نن د پنجشنبې/ زيارت په ورځ د ویسټ انديز د لوبډلې سره د زمبابوی په هراری کرکټ لوبغالي کې مخامخ کيږي.

افغان لوبډله د ويسټ انډيز د داسې لوبډلې سره مخامخ کيږي کومه چې د نړيوال کپ د غوراوي د سياليو په پړاؤ کې پياوړې لوبډله ښکاري.

د کرکټ د پوهانو په خيال افغان لوبډلې له به نن په ځانګړي ډول د بېټنګ په برخه کې نورې سېوا هڅې کول او غوره لوبه کول وي.

د زمبابوې په هراری کرکټ لوبغالي کې کېدونکې دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې ۱۲ بجې پیل کیږي.

د افغانستان لوبډله چې مشري یې راشد خان کوي، خپلې لمړۍ درې سيالۍ يې بايللې وې.

خو نيپال ته يې ماتې ورکړې او بيا د نيپال لخوا هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې ته د دوېم پړاؤ سپرسيکسز تلو ته لاره هواره شوې وه.

پوهان وايي که څه هم افغان لوبډلې د غوراوي په سياليو کې په سر کې ښه لوبه ونکړی شوه خو وړاندې به ورته د غوره لوبې مظاهره کول وي.

د غوراوی د سياليو په سپرسیکسز شپږو لوبډلو کې د ويسټ انډيز لوبډله د څلورو پوائينټونو سره په سر کې او د افغانستان لوبډله په شپږم نمبر ده.

د افغانستان دویمه لوبه به د روانې مارچ د میاشتې په ۲۰مه د عرب اماراتو ، او دریمه په ۲۳مه نېټه د اېیرلېنډ پرضد وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG