لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون شاعر او لیکوال نورالدین عدیم ثاني له نړۍ سترګې پټې کړې


د بلوچستان د پښتني سیمې دوکۍ اوسېدونکي شاعر او لیکوال نور الدین عدیم ثاني د شاوخوا پینځوس کلنۍ په عمر د زړه د ناببرې سکتې له امله ساه ورکړه.

عدیم ثاني د دوکۍ په کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد وو، چې په لسګونو شاګردان یې روزلي دي او هغه د خپلې سیمې په لومړیو شاعرانو کې وو، چې د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره یې د ادبي ټولنو له لارې هم کار کړی دی.

عدیم د پېښور پر آرمي پبلک سکول د ترهګرۍ د برید په نتیجه کې هم یو شعر لیکلی وو، چې ځینې بیتونه یې په لاندې ډول دي:

هغه د شپاړس دسمبر د حادثې ماشومان

لا مو هېر نه دي رنګ په وينو ګلدستې ماشومان

د وخت فرعون سره ده ويره د موسی عديمه!

ځكه مو وژني د اسكول او مدرسي ماشومان

د عدیم ثاني په شاعري کې د مینې او اخلاقي تبلیغ رنګ ډېر وو او د شعر طرز یې د روایت او جدت تر منځ وو. د شعر نمونه یې په لاندې ډول ده:

لږ دي له ګلاب ګلاب رخساره پلو پورته كړه

هر خوا كې خوره اشنا د عطرو ارزاني چې شي

تنګ لكه كوزه شي سمندر یې ځایېدو لره

اوښكه د عاشق په استغراق كې توفاني چې شي

ښاغلي عدیم ثاني شعر او نثر دواړه لیکل، چې تر اوسه یې دوې شعري ټولګې (ویښ سهار) او (سپین ماښام) چاپ شوې دي او د بلوچستان د براهوي او اردو ژبې د نومیالي شاعر افضل مراد شاعري یې هم منظومه ژباړلې ده، چې د (پر واوره بلې ډیوې) په نوم په کتابي بڼه چاپ شوې ده.

د عدیم ثاني نثري مضامین تر اوسه په کتابي بڼه نه دي چاپ شوي، خو پر ادبیاتو لیکل شوي مضامین یې وخت په وخت د پښتو په بېلابېلو مجلو کې خپاره شوي دي.

همدارنګه دوه نور کتابونه یې هم کمپوز شوي او چاپ ته تیار وو خو ژوند ورسره وفا ونه کړه او ناچاپه پاته شول.

ښاغلي عدیم ثاني د قرآڼ کریم لومړی سورة البقره هم منظوم ژباړلی دی.

ثاني د (حجره) په نامه یوه مجله هم چاپ کړې ده، چې د نیټ د ادبي ګروپ د ملګرو شاعري او مضامین یې پکښې را غونډ کړي وو.

نور الدین عدیم ثاني د زیارت- پنجشنبې په ورځ ناوخته په دوکۍ سیمه کې په خپله پلارنۍ هدیره کې د ډېرو شاعرانو او لیکوالانو په موجودګۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG