لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويسټ انډيز ته په ماتې ورکولو افغان لوبډلې د نړیوال کپ سفر ته دوام ورکړی


د افغانستان لوبډلې ویسټ انډيز ته په ماتې ورکولو د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۹م سياليو پله د تګ تمه ژوندۍ ساتلې او دغې لوري ته سفر ته یې دوام ورکړی دی.

د غوراوي د سياليو په دوېم پړاؤ سپر سيکسزکې به اوس افغان لوبډلې ته په خپلو دوه نورو لوبو کې د متحده عرب اماراتو او ائيرلېنډ لوبډلو ته ماتې ورکول وي چې مخ په وړاندې لاړه شي.​

د افغانستان لوبډلې پرون د پنجشنبې/ زيارت په ورځ د نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې د ويسټ انډيز لوبډلې ته په درې وکټو ماتې ورکړې ده.

ويسټ انډیز په اته لوبغاړو سوځېدو ۱۹۷ رنزونه جوړ کړي او افغان لوبډلې بيا ټاکلی هدف په اووه لوبغاړو سوځېدو ترلاسه کړی دی.

ويسټ انډيز ته په ماتې ورکولو افغان لوبډلې د سپر سيکسز په پړاؤ کې دوه پوائنټونه ترلاسه کړي او چې پاتې دوه نورې سيالۍ وګټي شپږ پوائنټونه به يې پوره شي.

افغان لوبډلې ته د سپرسيکسز نورې برياوې د کرکټ نړيوال کپ نور سفر ورته اسانولی شي.

د ۲۰۱۹م نړيوال کرکټ کپ د غوراوي په سیاليو کې په ۱۰ لوبډلو کې افغانستان، ويسټ انډيز، متحده عرب امارات، زمبابوی، ائيرلېنډ او سکاټ لېنډ د سپرسيکسز پړاؤ ته تلي، نيپال، هانګ کانګ، هالېنډ او اېن وايي جي پي د بايلات کبله مخکې نه دي تللي.

د ۲۰۱۹م د کرکټ نړيوال کپ راتلونکي کال په انګلېنډ کې د مئ د مياشتې نه تر جولايۍ پورې ټاکل شوی دی.

پاکستان،هندوستان، سري لنکا، بنګله دېش، اسټريليا، نيوزي لېنډ، جنوبي افريقا او انګلېنډ د وړاندې نه شتون لري او دا پخې لوبډلې دي چې د نړيوال کپ په سياليو کې برخه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG