لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې پينځه پوليس وژل شوي


د افغان چارواکو په وېنا د هېواد په جنوب ختيځ کې پرتې صوبې غزني کې په وسله وال بريد کې لږ تر لږه پينځه پوليس وژل شوي دي.

د ای پي ترمخه د غزني د پوليس مشر محمد زمان پخلی کړی چې د شنبې/ خالي په ورځ ناوخته دغه برید شوی او تر دوه ساعتو پورې وسله والو سره نښته روانه وه.

په افغانستان کې د تېرې يوې مودې راهسې د ترهګرۍ او بدامنۍ د پېښو ترڅنګ په امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه هم سېوا کړي دي.

د تازه خبرونو ترمخه د غور په صوبه کې د سړک غاړې يوې بمي چاؤدنه کې يو ځوان شپونکی وژل شوی او پينځه تنه نور ژوبل شوي دي.

پوليس ویاند اقبال نظامي ويلي طالبانو دغه بم امنیتي ځواکونو ته ښخ کړی ؤ.

په ختيځه صوبه خوست کې د پولیس وياند بصير بينا ویلي د سړک غاړې ښخ بم دوه ماشومان وژلي او نهه نور يې ژوبل کړي دي.

بل لورته په افغانستان کې د داعش او طالب وسله والو پرضد عمليات هم دوام لري.

د شنبې په ورځ افغان چارواکو ويلي ؤ چې د هېواد په بېلابيلو برخو کې د امريکايي جنګي الوتکو په بريدونو کې د داعش ۳۷ ترهګر او د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۳ طالبان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG