لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال د وژنې د قضیې فېصله کې هائيکورټ ټول فريقېن غوښتي


د مشال خان د وژنې په قضيه کې اورول شوې فېصلې پرضد خواستونو اورېدنه شوې او د پېښور هائيکورټ ټولو فريقينو ته ويلي چې د روانې مياشتې په ۲۶م نېټه عدالت ته حاضر شي.

بل لور ته د مشال خان د وژنې په مقدم کې پټ بل تورن کس صابر مايار پوليس ته ځان سپارلی دی، مايار د ۱۱ نه پټ ؤ.

د مشال خان د وژنې د قضيې د فېصلې پرضد د هغه کورنۍ او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ترڅنګ د سزاوارو لخوا هائيکورټ ته بېلا بيل خواستونه شوي چې پکې ياده فېصله چېلنج کړی شوې وه.

د مشال خان د وژنې په قضيه کې د اورل شوې فېصلې پرضد خواست کوونکي وکيل فضل خان ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل،"نن په هائيکورټ کې د هغو ټولو خواستونو اورېدنه وشوه کوم چې مونږ د مشال د کورنۍ لخوا کړي او صوبايي حکومت کړي وو او عدالت ټول فريقېن په ۲۶م مارچ راوغوښتل".

هغه وويل په راتلونکې اورېدنه کې به په دې بحث کيږي چې په ياده قضيه کې د هائيکورټ په اېبټ اباد څانګه کې شوي خواستونه او نور ټول د پېښور هائيکورټ ته رايوځای کړی شي.

د تيرې میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښورهائيکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې په بند کې څلور کاله بند اورول شوی او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

فضل خان وويل دوي د دغه فېصلې پرضد هم خواست کړی دی.

د فرورۍ د مياشتې په اوومه نېټه د خېبرپښتونخوا په هري پور زندان کې د ترهګرۍ د مخنیوي د عدالت قاضي فضل سبحان د مشال خان د وژنې د مقدمې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځه ؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو بند سزا اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

د اېبټ اباد عدالت په داسې حال کې د ۲۵ کسانو د سزاګانو معطل کولو او د هغوي د خوشي کېدو د ضمانتونو منظوري ورکړې چې له دغې دوه ورځې وړاندې د مشال د پلار اقبال خان پينځه وکيلانو د اوومې فرورۍ په فېصله کې د سزاګانو پرضد اپيلونه کړي وو.

او له دې نه هم وړاندې د مشال ورور د ۲۶ خوشي شوؤ کسانو د خوشي کېدو پرضد هائيکورټ ته خواست کړی ؤ.

د خېبرپښتونخوا حکومت هم د مشال خان د وژنې د قضيې د فېصلې پرضد خواست کړی دی.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد او ډزو وژلی ؤ.

د مشال د وژنې مقدمه په ۶۱ کسانو درج شوې چې پکې د صابر مايار د نیولو سره ۶۰ کسان پوره شو او يو تن چې اسدکاټلنګ نوميږي لا هم پټ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG