لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوي ډیلي د پینځو هندي وګړو پر وژنه د اسلام اباد لوړپوړی چارواکی د پوښتنو لپاره ور بللی


د پاکستاني پوځ له خوا په پونچ کې د پینځو عامو هندي وګړو پر وژنه نوي ډیلي د پاکستان مرستیال های کمیشنر خارجه دفتر ته بللی او د هند حکومت احتجاج یې ورته ریکارډ کړی دی.

د هند د خارجه چارو دفتر پر ویبپاڼه خپاره شوي یو بیان کې د پاکستان مرستیال کمیشنر سید حیدر شاه ته ویل شوي، چې هېواد یې له نړیوالو بشري حقونو او پوځي اصولو سرغړونه کوي.

د هندي او پاکستاني پوځونو تر منځ اکثر پر ګډه پوله نښتې کېږي او دواړه هېوادونه پر یو بل د عام ولس د وژنې تورونه لګوي، خو اوس دغه تورونه د عام ولس تر وژنې او پولې پورې محدودې پاتې نه دي بلکې په وروستیو کې دواړه هېوادونه پر یو بل د خپلو ډیپلومېټانو د ځورولو تورونه هم لګوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي وو، چې په نوي ډیلي کې د پاکستان د سفارت کارکوونکي د هند د دولتي ادارو د چارواکو له خوا باقاعده ځورول کیږي، د وېرولو هڅې یې کېږي او د تشدد هڅې ورباندې شوې دي.

په ځواب کې یې هند ویلي وو چې د پاکستان د دغو تورونو کره پلټنه به کوي، خو زیاتوي په اسلام اباد کې له هندي سفارتکارانو سره د پاکستاني استخباراتي ادارو له خوا له تېر یو کال راهیسې همدا ډول بده رویه روانه ده.

هندي رسنیو د هند د خارجه دفتر په حواله لیکلي "په اسلام اباد کې نن [۱۹ مارچ] د هند دوه وګړي سفا ګولډ مال ته سودا لپاره تللي وو خو پر لاره په یو موټر کې ناستو دوو کسانو د ځورونې تر حده د هغوی څارنه کوله"

دغه رپورټونه وايي په اسلام اباد کې د هند سفارتخانې ویبپاڼه هم وخت په وخت تړل شوې، چې له امله يې د سفارت د معمول کارونه هم اغېزمن شوي دي.


روانه اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند هم تور لګولی چې په هند کې د پاکستاني ډیپلومېټانو د تنګولو پېښې پرله پسې زیاتېږي خو پاکستان د خپلو ډپلومېټانو د حفاظت لپاره تر هر حده تللای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG