لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځايي خلک وايي د داعش وسله وال اوس هم د ننگرهار په هسکه مېنه کې فعاله دي


د کال ٢٠١٨ د اپریل په میاشت کې د داعش خلاف د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والې ډلې ١٦٧ وسله وال ووژل شو. په هغه وخت کې د امریکايي ځواکونو یو مشر جاشوه تېیل وویل چې هسکه مېنه یې د داعش څخه "پاکه" کړې ده
د کال ٢٠١٨ د اپریل په میاشت کې د داعش خلاف د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والې ډلې ١٦٧ وسله وال ووژل شو. په هغه وخت کې د امریکايي ځواکونو یو مشر جاشوه تېیل وویل چې هسکه مېنه یې د داعش څخه "پاکه" کړې ده

د امریکايي عسکرو په ملاتړ افغان ځواکونه د تېرو څو کلونو راهسې د ننگرهار هسکه مېنه ولسوالي د داعش نه د پاکولو کوښښونه کوي. دغه ولسوالي د پاکستان سره په پوله پرته ده.

په موجوده وخت کې په هسکه مېنه چې د دی بالا په نوم هم یادیږي مایوسۍ خپل څادر خپور کړې دی او د امنیت صورتحال نه وړاندې په څېر هیڅ نه دی ښه شوی.

دا هفته د وایس اف امریکا یو خبریال سیمې ته ورغلی وو او ځايي اوسېدونکو ورته وویل چې د سلگونو په شمیره کې د داعش ځايي او خارجي وسله وال د هسکې مېنې په لوړو غرونو کې موجود دي او وخت په وخت په امنیتي ځواکونو او په هغو ملکي کسانو حملې کوي چې د حکومت ملاتړې گڼل کېږي.

د هسکې مېنې څخه د وی او ای د ټېلې وژن په عسکونو کې د ولسوالۍ مرکز وېجاړ لیدل کېږي او مقامي اوسیدونکي وايي داعش د ولسوالۍ په بازار کې خپل دفترونه، عدالتونه او د خپل ځايي مشر مرکز قایم کړی و.

د ولسوالۍ ځېني اوسېدونکې چې بېرته ستانه شوي وي او ای ته یې وویل فکر نه کوي چې ژوند به یې زر د معمول بټڼې ته راشي.

د حکومت د خبرداري باوجود چې سیمه محفوظه نه ده د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل بیرته ستن شوی دی. هغه وي او ای ته وویل داعش د ځايي اوسیدونکو نه په زور پېسې اخلي او د نشۍ توکو قاچاق هم کوي. هم د داعش د موجودگي له امله وسله وال د پاکستان قبایلي سیمو هم تگ راتگ کولی شي. بشرمل وویل د داعش په وسله والو کې د افغانانو ترڅنگ پنجابیان هم شامل دي.

بشرمل وویل د داعش وسله والو یو شمیر کلي نیولي دي او په نژدې وختونو کې افغان امنیتي ځواکون پرضد عملیات هم کړې دي. هغه زیاته کړه چې د داعش وسله وال په ازاده د هسکه مېنه او د اچین ولسوالۍ ترمنځ حرکت کوي.

په کال ٢٠١٥ کې کله چې داعش د خراسان صوبې په نامه په افغانستان او پاکستان کې د خپل قیام اعلان وکړو نو د پاکستاني طالبانو یو شمیر وسله وال د داعش ابوبکرالبغدادي د حمایت اعلان وکړو.

د امریکې نیویارک ټایمز د امریکايي مامورینو له قوله وايي د داعش د خراسان څانگې د جوړیدو وروسته د هسکې مینې سیمه د قزاقستان، تاجکستان او عراق د وسله والو مرکز جوړ شو. افغان او امریکايي ځواکونو په سیمه کې د داعش خلاف گڼ شمیر عملیات ترسره کړې دي.

د کال ٢٠١٨ د اپریل په میاشت کې د داعش خلاف د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والې ډلې ١٦٧ وسله وال ووژل شو. په هغه وخت کې د امریکايي ځواکونو یو مشر جاشوه تېیل وویل چې هسکه مېنه یې د داعش څخه "پاکه" کړې ده.

خو شا او خوا یو کال وروسته د ځايي خلکو په وینا د داعش د ماتې هیڅ نخښې نښانې نه کاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG