لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناروې د کډوالو اداره: د طالبانو په واکمنۍ کې درې لکه افغانان ایران ته اوښتي


واشنګټن ـــ یوه نړیواله مرستندویه اداره وایي د یوې اندازې له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا درې لکه افغانان له اګست میاشتې راهیسې- چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي- ګاونډي هېواد ایران ته کډه شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا (این آر سي) د شورو- چارشنبې په ورځ د افغانانو د کډوالۍ په اړه خپل رپوټ خپور کړ او وایي کېدای شي دا شمېر تر دې هم زیات شي، ځکه چې وایي "هره ورځ له څلورو تر پینځو زرو پورې کسان له غیرقانوني لارو ایران ته اوړي".

د کډوالو دغه اداره وایي دوی له هغو زرګونو افغانانو سره سره- چې له کلونو په ایران کې دي- له دغو تازه ورغلیو کډوالو سره هم مرستې کوي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر جان ایګیلینډ روانه اوونۍ ایران ته تللی او له دغو افغانو کورنیو سره یې لیدلي دي. ښاغلی ایګیلینډ وایي له ایرانه دا تمه نه شي کېدای چې د نړیوالې ټولنې پر کمو مرستو باوجود ډېرو افغانانو ته ځای ورکړي:

"د مرګوني ژمي تر راتګ مخکې په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو لکه ایران کې باید مرستې سمدستي ګړندۍ شي".

ایران د نهې- سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ که د افغانستان د روان بحران د حل لپاره له دې هېواد سره ژر تر ژره اقتصادي مرستې ونه شي یورپ ته به د افغان کډوالو ستره څپه پیل شي.

د اې پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي هره ورځ زرګونو افغانان د ایران پولې ته ورځي، وایي له افغانستان سره باید مرسته وشي چې دغه افغانان په هېواد کې پاته شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي په هېواد کې یې اوس هم شاوخوا درې نیم میلینه افغان کډوال اوسېږي خو وایي د طالبانو له واکمنیدو وروسته ګڼ شمیر نور هم تر پولې ایران ته ور اوړي.

د اګست پر پینځلسمه چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې اخیستی نه یواځې ګاونډیو هېوادونو خصوصاً ایران او پاکستان ته په لکونو افغانان اوښتي، بلکې په زرګونو افغانان امریکې او نورو هېوادونو ته هم تللي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر ویاند بابر بلوڅ په وروستیو کې وي او اې ډیوه ته وویل، چې په روان 2021م کال کې یواځې شاوخوا پینځه لکه افغانان په هېواد کې دننه هم له خپلو سیمو نورو سیمو ته کډه شوي دي.

یو این ایچ سي آر له هغو افغانانو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د 300 میلینه ډالرو غوښتنه کړې وه چې په وروستیو کې څنګلوریو هېوادونو ته کډه شوي دي خو تر اوسه پورې یواځې 32 فیصده مرستې ورته رسېدلې دي.

په پاکستان کې له مخکې هم شاوخوا درې میلینه افغان کډوال اوسېږي او د خپلو اقتصادي ستونځو له کبله یې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان کډوالو د ورتګ مخه نیولې ده، خو بیا هم په تېرو دوو- دوه نیمو میاشتو کې د زرګونو افغانانو د ور اوښتلو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG