لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور زلمي کراچي کنګز ته ماتې ورکړه، فاینل ته ووتله


پېښور زلمي لوبډلې په سیمي فاینل کې کراچي کنګز ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه او فاینل لوبې ته ووتله.

فاینل به د راتلونکي اتوار په ورځ په کراچۍ کې د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي تر منځ کېږي.

کراچي کنګز د سیمي فاینل په لوبه کې لومړی ټاس وګاټه او پېښور زلمي ته یې د بېټنګ بلنه ورکړه.

پېښور زلمي د شپاړسو اوورونو په لوبه کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې، چې تر ټولو غوره لوبه پکې کامران اکمل وکړه او په ۲۷ بالونو کې یې ۷۷ منډې وکړې.

خو کراچي کنګز لوبډلې د پېښور زلمي ټاکلی هدف پوره نه کړ او په ۱۶ اوورونو کې یې ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د پېښور زلمي مقابله په کراچۍ کې د پاکستان سپرلیګ له تر ټولو غوره لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ سره دی او د کرکټ څېړونکي وایي دا مقابله به ډېره سخته وي، ځکه چې وایي د اسلام اباد یونایټیډ لوبغاړي دې لوبې ته ډېر ښه تیاری لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG