د افغانستان کرکټ لوبډلې ځلمي او په نړيوال کچ ياد اسپنر راشد خان ویلي، د نړيوال کپ دپاره د غوراوي په سياليو کې "څه هم کېدی شي".
افغان لوبډلې د سه شنبې/ نهې په ورځ د راشد خان په غوره بالينګ او پينځه لوبغاړو سوځولو د متحده عرب اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د کرک انفو ويب پاڼې ترمخه د نړیوال کپ د غواري په سياليو کې دا وخت د افغانستان او ائيرلېنډ لوبډلې برابر دي، خو که سکاټ لېنډ او زمبابوی خپلې پاتې دواړه لوبې بايلي، او افغانستان ائيرلېنډ ته په سبانۍ لوبه کې ماتې ورکړي نو د يکشنبې/ اتوار په سیمې فائنل کې لوبېدی شي.
راشدخان ویلي، " په سپر سيکس پړاؤ کې هر څه کېدی شي او دا د هر چا دپاره ګرانه وي چې نېغ ورسي، تراوسه يوه لوبډله مخکې نه ده تلې ټولې په شک کې دي او دا ښه خبره ده مونږ وروستۍ لوبې ګټلو ته اړتيا لرو او ګورو به چې څه کيږي".
افغان لوبډلې خپلې لمړۍ درې سيالۍ په سکاټ لېنډ زمبابوی او هانګ بايللې خو د هغې وروستو يې ويسټ انډيز او متحده عرب اماراتو ته ماتې ورکړې ده.
راشدخان ويلي هدف يې درې واړه لوبې ګټل دي خو د متحده عرب اماراتو او زمبابوی په سيالۍ کې څه هم کېدی شي "مونږ يواځې ښه هيله ساتلی شو".
ځوان اسپنر چې د متحده عرب اماراتو پرضد سيالۍ کې پينځه وکټې اخستي هغه ويلي او افغان لوبډلې دغه سيالي ګټلې هغه ويلي په تيرو لوبو کې يې هم ښه غوره لوبه کړې خو خو وکټې نه اخستل يې بدقسمتي وه.
نوموړي چې په لمړو سياليو کې د افغان لوبډلې مشري هم په غاړه لرله هغه ويلي په کپتانۍ او بالينګ کې يو ځایې يې هیڅ ډول فشار نه دی محسوس کړی.
نوموړي ويلي لوبډلې يې ډېر څه زده کړه او اوس هم د زدکړې په حالت کې ده خو هيله لري چې دوي د هر چا پرضد د ښه لوبې توان هم لري.