د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکې شيري رحمان د پاکستان په تاريخ کې لمړۍ ښځه ده چې په برني اېوان سېنېټ کې د مخالفه ګوندونو مشره جوړه شوې ده.
د پنجشنبې/ زيارت په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د هغې د مخالفه ګوندونو د مشرۍ منتخب کېدو خبر جاري کړی دی.
پاکستان کې له دې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند لخوا بېنظير بټو دوه ځله د ۱۹۹۰م په لسيزه کې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشره پاتې شوې چې کله د پاکستان مسلم ليګ (ن) حکومت ؤ.
بېنظيربټو دوه ځله وزیراعظم هم پاتې شوې وه.
خو په سېنېټ کې په لمړي ځل شيري رحمان د مخالفه ګوندونو ښځينه مشره منتخب شوې ده.
پيپلز ګوند د سېنېټ د مشرۍ (چيئرمېن) او مرستیال مشر دپاره د خپلو نومولو کانديدانو ګټلو وروستو د مخالفه ګوندونو مشري هم په خپل لاس کې واخسته.
شيري رحمان ته د مشرې جوړېدو دپاره د ۳۴ ممبرانو ملاتړ ترلاسه ؤ او د هغې په مقابله کې د تحریک انصاف ګوند اعظم سواتي سره ۱۹ ووټونه وو.
شيري رحمان چې اصل نوم يې شهربانو رحمان دی د قامي اسمبلۍ ممبره او د اطلاعاتو سره د صحت او ښځو د پرمختيا وزیره هم پاتې شوې ده.
هغې د پيپلز ګوند په تېر حکومت کې په امريکا کې د پاکستان د سفيري په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
يوشمېر خبريالانو او سياستمدارو شيري رحمان ته په سېنېټ کې د مخالفه ګوندونو په مشرې جوړېدو اومبارکۍ ورکړي دي.
شيري رحمان په د خپل ګوند او مخالفه ډلو مننه کړې چې هغه يې منتخب کړې او د بلوچستان او فاټا، عوامي نيشنل ګوند او بلوچستان نيشنل پارټۍ د ملګرو يې هم مننه کړې چې ملاتړ يې کړی دی.