لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا عبدالغني برادر څوک دی ؟ 


هر څو که د ملا برادر په مشرۍ کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې له امریکا سره د سولې کامیابه خبرې اترې او لوظنامه وشوه خو د بېن الا افغاني خبرو د پېل نه وړاندې د ملا برادر په اهمیت او اثر باندې هم پوښتنې کېږي.

خو تر دې هر څه مهمه پوښتنه دا ده چې ملا عبدالغني برادر څوک دی؟

پاکستان او ملا عبدالغني برادر

ملا عبدالغني برادر د فرورۍ په میاشت کال 2010 کې د پاکستان امنیتي ادارو د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای په تکنیکي مرسته معلوم کړی وو او د پاکستان ساحلي ښار کراچۍ سیمې څخه یې نیولی وو.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې د کامیابه خبرو اترو د پېل نه وړاندی دی په اکتوبر کال 2018 کې د قطر حکومت په خواست د پاکستان د یو جېل څخه خوشې کړی شو.

نیویارک ټائمز ورځپاڼې دده د نیولو وروسته یو رپورټ خپور کړی وو چې په کې یې لیکلي وو پاکستان د امریکا استخباراتي اداره ددې نه ناخبره ساتلی وه چې ګنې دوي د ملا برادر د نیولو لپاره د سي ايي ای نه مرسته غواړي.

د سولې خبرې او خپلواکي

د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر عبدالغني برادر د بېن الافغاني خبرو د پېل نه وړاندې یو وارې بیا اسلام اباد ته ورغلی. د امریکا سره د خبرو اترو په وخت هم نوموړي تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د اسلام سفر کړی وو.

نیویارک ټائمز ورځپاڼې په اګست کال 2018 کې د پاکستاني جېل څخه د د ملا برادر د خوشې کېدلو وروسته په خپل یو رپورټ کې لیکلي وو چې پاکستان په اوله کې دا خبره پټه ساتلې وه چې ملا برادر یې ولې نیولی وو؟ خو وروسته پاکستاني چارواکو دا خبره ښکاره کړله چې برادر د پاکستان نه په پټه د افغان حکومت سره د سولې خبرې کولی ځکه یې ونیولو او د نیولو مقصد یې دغه خبرې ماتول وو.

افغان سیاسي کارپوه خالد پښتون وي او ای ډیوه ته ویلي چې پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو کنټرول ټینګ وساتي، وروستي ګامونه د افغانانو په سترګو کې خاورې شيندل دي.

هغه وايي چې پاکستان او طالبان یو بل سره ډېرې نږدې اړیکې لري، دوی کوشش کوي چې د راتلونکې سولې په خاطر طالبان پر افغان حکومت باندې برلاسي کړي.

خو د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي "مونږ طالبانو ته ددې لپاره بلنه ورکړې ده چې له یو بل سره سلا وکړو. مونږه باېد سوله او استحکام په نظر کې اوساتو ځکه چې مونږ ته مخ په وړاندې تګ کول دي."

ملا برادر او د طالبانو تحریک

ملا برادر د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر مرستیال پاتې دی او دی د هغه څلورو کسانو نه یو دی چې په کال 1994 کې یې په کندهار مېوند اولسوالۍ کې د طالبانو د تحریک بنیاد اېښودی وو.

ملا برادر او ملا عمر ډېر نزدی رشته دار هم ګڼلی کېږي. د نوم نه څرګندولو په شرط یو افغان چارواکي د ملا برادر دنیول کیدلو پرمهال بي بي سي ته ویلي وؤ” د ملا برادر میرمن د ملاعمر خور ده. په طالبانو کې دده یو بل اهمیت دا وو چې اهمه مالي چارې به هم د ملا برادر په لاس سمبالېدلی”

د طالبانو مخکښ مشر ملا عمر سره د زیات نزدیکت له امله هغه د طالبانو لیکو کې دریم مهم مشر ګڼل کیدلو. ملا عمر پسې دوهم مشر ملا عبیدالله اخوند ګڼل کیدلو چې وروسته د پاکستان یو زندان کې مړ شوی وو. د افغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال رحیم الله وایي “هغه به تل هلته ؤ ،‌په هره غونډه کې به ناست وو”

52 کلن ملا عبدالغني برادر په کال 1968 کې په ارزګان ولایت دېراوت (دهراوود) ولسوالۍ کې پېدا شوې وو، د دراني قبیلې پوپلزۍ څانګې سره تعلق لري.د قبیله په دغه سیمه کې لویه شمېره خلک لري او د لویو ټبرونو څخه شمیرلې کیږي

زدکړې یې په ديني مدرسو کي ترسره کړي دي. د روس خلاف یې هم جګړه برخه اخستی.

ملا برادر او د جګړې مېدانونه

څیړونکې کیټی کلارک پخپل یو لیک کې وایي پاکستان کې د نیول کیدلو پرمهال ملا برادر د طالبانو دوهم ستر مشر وو اؤ د یاغیانو قوماندنۍ ذمه واري ور پغاړه وه.

د طالبانو د قبضې په پراخه کولو کې په سختو سیمو کې جنګیدلی او د جګړې مشري ورپغاړه وه. په کال 1998 کې د سختې جګړې وروسته د بامیانو سیمه دده په قوماندنۍ کې د طالبانو د واک د لاندې راوستلی شوې وه.

په افغانستان کې د طالبانو د واک په وخت په داسې حال کې د هرات ولایت والي ټاکل شوی وو چې په دغه ولایت کې سخته جګړه روانه وه.

د طالبانو د واک د نسکورېدو وروسته

په ۲۰۰۱ کې چې دطالبانو حکومت نسکوریدلو نو برادر په دغه مهال د طالبانو حکومت کې د دفاع مرستیال وزیر وو. دطالبانو د حکومت نسکوریدلو سره سم دملګرو ملتونو دامنیت دشورا دبندیزونو په نوملړ کې د ملا بردار نوم په سمدستي توګه د طالبانو د مهم مشر په توګه شامل کړو.

داقتدار څخه د لرې کیدو اؤ دتېښتې په حالت کې هم هغه دطالبانو په تحریک کې مهم کردارونه دوامداره ساتلي وؤ. د ملاعبیدالله اخوند له نیول کیدو وروسته برادر د طالبانو دعالي شورا د مشر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې چې دغه شورا د کوټي په شورا هم پیژندل کیږي.

دملګرو ملتونو د ریکارډ له مخې تر دې وړاندې د ملا اختر منصور مرستیال ؤ ،ملا منصور دملا عمر له مړینې وروسته دطالبانو مشر ټاکل شوی وو.

خبریال رحیم الله یوسفزی وایي “که چرې برادر په بند کې نه وی نو زه فکر کووم چې د ملاعمر له مړینې وروسته به هغه د طالبانو مشر وی. “ښاغلی یوسفزی زیاتوي په ګڼو حوالو ملا برادر دطالبانو لیکو کې دومره مهم ګڼل کیږي لکه څومره چې دطالبانو موجوده مشر مولوي هیبت الله اخونزاده. دطالبانو مشر ملا هیبت الله اخونزاده هغه د خپلو سیاسي چارو مرستیال هم ټاکلی دی.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

  • 16x9 Image

    پير زبېر شاه

    پیر زبېر شاه په واشنګټن ډي سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډیا خبریال او څېړونکي په توګه کار کوي، نوموړی د افغانستان او پاکستان خصوصاً د پښتونخوا د قبایلي سیمو په اړه ځانګړي پروګرامونه، تبصرې او تجزیې کوي، له دې سره سره د وي او اې ډیوه پر ډیجیټل پاڼو هم کار کوي. پیر زبېر شاه تر دې وړاندې په پاکستان کې له مختلفو نړیوالو ورځپاڼو لکه «نیویارک ټایمز»، «نیوز ډې نیویارک» او نورو سره هم کار کړی او له 2011م تر 2012م کال پورې د هاورډ پوهنتون د «نیمېن» فېلوشپ زده کوونکی وو او په 13-2012م کې د نیویارک د بهرنیو اړیکو په څېړنیزه اداره سي ایف آر کې پریس فېلو وو. پیر زبېرشاه د خبریالۍ تر ټولو غټ پولیټزر ایوارډ هم ګټلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG