پاکستان په داسې حال کې خپله ورځ (۲۳م مارچ) نمانځي په پلازمینه اسلام اباد کې پوځي پرېډونه شوي او د غټو وړو وسلو د نندارو سره د جنګي الوتکو کرتبونه وړاندې شوي چې پښتانه لګيا دي د خپلو حقونو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي.
د پاکستان صدر ممنون حسېن د قامي ورځې په مناسبت راجوړې دستورې ته په وېنا کې ژمنه کړې چې تندلارو اوترهګرو ته به ماتې ورکوؤ، چاچې په تېرو لسو کلونو کې په زرګونو خلک وژلي دي.
خو د پاکستان ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې پاکستان کې مېشت پښتانه لګيا دي احتجاجي مظاهرې کوي په خپله خاوره امن غواړي.
په ملک کې د تېرو دوه میاشتو راهسې پښتانه د پښتون ژغورنې غورځنګ د سيوري لاندې احتجاجي مظاهرې، لاريونونه او اولسي غونډې کوي او وايي د ملک د ائين لاندې دې دوي ته د نور ملک د وګړو په رنګ حقونه ورکړل شي.
نن د پاکستان د ورځې په مناسبت ځينو پښتنو په ټولنيزو رسنيو خپل غبرګون په دې ډول څرګند کړی دی.
عبدالرؤف يوسفزي په ټويټر ليکلي،
"په دې ۲۳م مارچ د پاکستان په ورځ په راولپنډۍ کې پاکستاني چارواکو پښتانه په بې دردۍ وژلي وو".
انورزېب په فېس بک ليکلي،
"هغو خلکو ته دې د پاکستان ورځ مبارک وي چاته چې د ملکي وګړي بشري حقونه ترلاسه وي".
شوکت الله شاداب نومې تن ليکلي،
"پاکستانيانو ته دې ۲۳م مارچ مبارک وي! مونږ فاټا والو ته بيا هم د انګرېز د تور قانون لاندې په غلامۍ کې پاتې کېدل دي".
د پښتون تحفظ مومنټ د فېس بک په پاڼه ليکل شوي،
"۲۳م مارچ د پښتنو د پښتنو په بدل رنګ وړاندې کولو او د غېر انساني قانون اېف سي ار پرضد پرامنه احتجاج".
پاکستان کې نه يواځې دا چې پښتانه د خپلو بنيادي حقونو دپاره راپاڅېدلي په ملک کې مېشته د لږکيو سره تعلق لرونکي هم شکايت کوي چې د دوي سره امتيازي سلوک کيږي.
په ځانګړي ډول د ملک تر ټولو غټه صوبه پنجاب کې عیسايي لږکۍ بيا وخت په وخت احتجاجونه کوي چې دوي د کورونو څخه ويستل کيږي بده رويه ورسره ساتلی شي او د مذهب د سپکاوي بې اساسه تورونه پرې لګولی شي.
له دې نه علاوه بلوچستان صوبه کې بلوچ هم ادعا کوي چې دوي ته خپل حقونه نه ورکړی کيږي او په سندهـ صوبه کې هندو لږکۍ بيا تورونه لګوي چې په زوره يې په جينکو مذهبونه بدلول کیږي او ودونه ورسره کولی شي.
اسلام اباد کې نن د پاکستان د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې په مهال د موبايل ټيليفون سروس هم بند کړی شوی ؤ.
د پاکستان صدر ممنون حسېن ۱۴۱ پاکستانيو او بهر ملکيانو ته ۱۴۱ پاکستانۍ غېر پوځي تمغې هم ورکړي دي.
د پاکستان د ورځې پېل په اسلام اباد کې د ۳۱ توپو اوڅلورو واړو صوبو کې د ۲۱، ۲۱ د سلامۍ څخه شوی دی.
د اسلام اباد په پرېډ کې د سري لنکا صدر متهري پالاسري د اعزازي مېلمه په توګه ګډون کړی او د ملک د درې واړو پوځونو مشران هم پکې موجود وو.