لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسي جرګې داسحاق ګیلاني دمحاکمه کولو غوښتنه کړې ده


دافغانستان ولسي جرګه وايي دسیداسحاق ګیلاني وروستۍ څرګندونې دملي ارزښتونو په ضد دي اوباید نوموړی محاکمه شي اودافغانستان له ولس څخه بخښنه وغواړي.

تیره اوونۍ دملي پیوستون دګوند مشر او د ولسي جرګې پخواني غړي سید اسحاق ګیلاني په اسلام اباد کې دافغانستان په تړاو جوړ شوي کفرانس ته په وینا کې ویلي دافغان حکومت لخوا هند ته د دې زمینه برابره شوې چې دافغانستان خاوره دپاکستان پرضد وکاروي.

خو دګیلاني دا څرګندونې د ولسي جرګې او همدا راز دنړیوالو سیاسي چارو د څیړونکو له غبرګون سره مخامخ شوي او ویلي یې دي چې سیداسحاق ګیلاني دافغانستان بهرني سیاست ته سترزیان رسولی.

د ولسي جرګې غړي عبید الله بارکزي له وائس اف امریکا ډیو سره خبرو کې ویلي افغانستان خپله دبهرنیو هیوادونو دبیلابیلو دسیسو ښکار شوی افغان ولس اودولت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره دبل هیواد پرضد وکاروي.

نوموړي وویل"د ده خبرې غیرمسئولانه دي ،دافغانستان له ملت څخه باید معذرت وغواړي،افغانستان خپله دتروریزم اود بهرنیو توطیو ښکار شوی ،هیڅ وخت دافغانستان ملت اونظام چاته دا اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې ګاونډیانو ته ضرر ورسیږي"

هغه وویل اسحاق ګیلاني ته پکار وؤ چې ویلي یې وی له تیرو۴۰ کلونو راهیسې دپاکستان له خاورې څخه القاعده ،داعش او طالبان تمویلیږي او دافغانستان خاوره یې ټوک ټوک کړې ده

په ورته وخت کې د ولسمشر محمد اشرف غني حقوقي صلاحکار او دنړیوالو چارو سیاسي څیړونکی نصرالله ستانکزی وايي دافغانستان په بهرني سیاست کې دنړۍ او سیمې هیڅ یوه هیواد ته د دې اجازه نشته چې هیواد ته یې را وغواړي او دبل هیواد پرضد یې استعمال کړي.

هغه وویل"دا دافغانستان دبهرني سیاست برخه نه ده چې یوهیواد را وغواړي دبل چا پرضد ترې کټه واخلي او ګیلاني چې کومې خبرې په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې وکړې دا دهغه سیاسي کمزورتیا ده او په طبعي ډول هر هغه شی چې دافغانستان استقلال ،زمکني تمامیت ته زیان رسوي دملي ا منیت او ملي ګټو پرضد څرګندونې دي"

همدارازدافغانستان دځوانانو دپارلمان ريیس اغا محمد قریشي هم له ډیوه سره په خبرو کې ویلي که دسید اسحاق ګیلاني شوې داعا په دقیقه توګه ونه څیړل شي دافغانستان پاکستان اوهند هیوادونو په اړیکو ،اقتصاد او دسولې په روانو هڅو به ژورمنفي اغیز ولري.

هغه وویل"داپه لوړه کچه دهیوادونو ترمنځ دبدګماني او ارادو په تغیرباندې شوې ادعا ده افغان حکومت باید دقانون په چوکات کې له سیداسحاق ګیلاني څخه شواهد وغواړي اوکه اسناد ولري،نظر ته یې باید احترام وشي اوکه شواهد ونه لري دا بیا د دریوؤ واړو حکومتونو اوملتونو په ګټه نه ده ځکه درې واړه دولتونه غواړي په سیاسي ،تجارتي او دافغان سولې په اړه ګډکار وکړي"

دملي پیوستون دنهضت مشر سیداسحاق ګیلاني په داسې حال کې پرافغان حکومت تور لګولی چې هندته یې دپاکستان پرضد دافغانستان خاورې دکارولو اجازه ورکړې چې دهیواد ملي امنیت ریاست ویلي، ګیلاني به ددې څرګندونو دسپیناوي لپاره عدلې او قضايي ادرو ته وسپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG