لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د کرکټ زلمی ستوری مجيب ځدران د کاميابو د بام پر لور


مجيب الرحمان ځدران
مجيب الرحمان ځدران

د کرکټ نړیوال کونسل ( ايي سي سي) مجيب الرحمان ځدران د جادوګر اسپېنر په نوم ياد کړی او ويلي يې دي زلمي لوبغاړي د نړیوال کپ د غوراوي په سیاليو کې خپل ځان نور ځلولی دی.

ځدران چې لا ۱۸ کلن نه دی خو ځان د کرکټ په نړۍ کې د يو ځوان کرکټر په حېث ورپېژني.

زلمی ستوری د خپلو مشرانو لوبغاړو د ډاډ مننه کوي او په خپله فېس بک پاڼه يې ويلي " مننه له راشد لالا ، نبي لالا او جاوید احمدي چی ماته دومرہ ډاډ راکوي".

مجيب ځدران د نړیوال کپ د غوراوي د سياليو په پايلوبه کې د ويسټ انډيز پرضدپه ۴۳ رنزونو ورکولو څلور لوبغاړي سوځولي وو دغه لوبه افغان لوبډلې په اووه وکټو ګټلې او د دې سر ه د غوراوي په سيالیو کې تر ټولو په اول نمبر راغلې وه.

ځدران د غوراوي په سياليو کې ۱۷ لوبغاړي سوځولي او دومره وکټې د سکاټ لېنډ سفيان شريف هم ترلاسه کړې وې.

ستوري لوبغاړي يواځې اووه مياشتې وړاندې خپل نړيوال کرکټ پېل کړی او د هغه راښکاره کېدل ګټور ثابت شوي، هغه په تير نومبر کې د ائيرلېنډ پرضد په لمړي ځل مېدان ته راوتی او څلور وکټې يې ترلاسه کړې وې.

د کرکټ د وېب پاڼې ترمخه ځدران تراوسه پورې ۱۵ يو ورځنولوبو کې ۳۵ وکټې اخستې دي.

ځدران په نیوزي لېنډ کې د ۱۹ کلنو په نړيوال کپ کې داسې لوبه کړې وه چې د دغه لارې يې په زمبابوی کې د يو ورځنو سياليو دپاره په افغان نړیواله لوبډله کې ځای جوړ کړو.

هغه خپله پیاوړې لوبه دوامداره ساتلې او د زمبابوی پرضد لوبه کې په پينځه وکټو ترلاسه کولو هغه د پاکستان د پخواني تيز بالر وقاريونس ريکارډ مات کړی چې عمر يې تر ټولو کم ؤ.

مجيب ځدران چې اپ اسپين، ليګ اسپين او ګوګلي بال کوي په خپل ښه بالنګ د هند په پريئميرليګ کې د پنجاب لوبډلې هم اخستی دی.

ايي سي سي د راشدخان سره مجیب ځدران د افغانستان او نړیوال کرکټ دپاره قيمتي سرمايه ګڼي.

۱۹ کلن راشدخان په وروستيو کې په يو ورځني کرکټ کې د ۱۰۰ وکټو اخستو نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړی هغه په ۴۴ سياليو کې ۱۰۰ وکټی اخستونکی لمړی بالر جوړ شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG