لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې یو بل پښتون ځوان مانیال خان مسید وژل شوی


مانیال خان له نقیب الله مسید او دوو نورو ملګرو سره د یوه واده په مهال اخیستل شوي عکس کې.
مانیال خان له نقیب الله مسید او دوو نورو ملګرو سره د یوه واده په مهال اخیستل شوي عکس کې.

په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر ایله څو ورځې وړاندې نیول شوی، چې په دې ښار کې یو بل پښتون ځوان وژل شوی، چې د نقیب مسید ملګری ګڼل کېږي.

ډان انګرېزي ورځپاڼه لیکي، چې د مانیال خان مسید په نوم ځوان د اتوار- یکشنبې په سهار د کراچۍ په ګلشنِ بونیر سیمه کې په خپل موټر کې روان وو، چې ناڅرګندو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې، پر سر یې وویشت او د سختو ټپونو له امله یې ځای پر ځای ساه ورکړه.

د وژل شوي دېرش کلن ځوان منال خان کورنۍ وایي، پولیس دا د ډاکې یوه پېښه څرګندوي خو وایي دوی غواړي د نامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړي او پولیس باید د هغه په قاتلینو پسې پلټنه وکړي.

د مانیال خان ورور زین الله مسید یوه شخصي ټیلیویژن جیو ته په ځانګړو خبرو کې ویلي، چې ورور یې د خالي او اتوار په شپه له کوره ډاکټر ته د تلو په پلمه و ووت او و وژل شو، وایي دوی له چا سره څه دوښمني نه لري او نه پوهېږي چې ورور یې چا وژلی:

"زه غواړم چې پولیس د دې پېښې سمه پلټنه وکړي او معلومه کړي چې چا دا کار کړی، د هغه موبایل ټیلیفون دي هم وپلټل شي، زموږ مشران هم له پولیس مشرانو سره خبرې کوي، هیله من یو چې سمه پلټنه به یې وشي او په څو ورځو کې به معلومه شي چې ورور مې چا وژلی".

خو د پولیسو یوه مشر عدیل حسین چانډیو رسنیو ته ویلي، چې د هغه مړی تر پېښې وروسته د پوسټ مارټم لپاره جناح روغتون ته وړل شوی او وایي داسې ښکاري چې هغه له چا سره د پیسو پر سر د شخړې په نتیجه کې وژل شوی دی:

"وژل شوي تن د ټرکونو کاروبار کاوه او داسې ښکاري چې د دوه کروړه روپیو پر سر وژل شوی دی، څوک چې یې په وژنه تورن دي هغه هم د ده د قبیلې مسیدان دي"

نقیب مسید چې په کراچۍ کې و وژل شو او د هغه ملګری افتاب مسید چې په ډېره اسماعیل خان کې تېره میاشت و وژل شو.
نقیب مسید چې په کراچۍ کې و وژل شو او د هغه ملګری افتاب مسید چې په ډېره اسماعیل خان کې تېره میاشت و وژل شو.

​د ملیر د پولیسو یوه پلټونکي افسر عابد قایم خاني- چې د نقیب مسید د مقدمې پلټنه هم کوي- ویلي چې وژل شوی ځوان منال خان یې په عکس کې له نقیب مسید سره لیدلی وو، خو وایي داسې نه ښکاري چې هغه دي د نقیب مسید مقدمه څارله او له همدې امله دې وژل شوی وي.


پاکستاني رسنۍ وایي چې منال خان پرون هملته په کراچۍ کې خاورو ته سپارل شوی او کورنۍ یې ویلي دي چې د ده د قاتلینو په ضد به مقدمه هم درج کوي، خو تر اوسه لا نه ده درج شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم تر اوسه د منال خان مسید د وژنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د ګل- دوشنبې په ورځ یې په ټول پاکستان کې احتجاجونه کړي او د خپل تحریک د ځینو تښتول شويو او نیول شویو غړو او ملاتړو د خلاسون غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې یوه میاشت وړاندې په ډېره اسماعیل خان کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی آفتاب مسید ناڅرګندو کسانو وژلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG