لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي د کابل پر احتجاجي پرلت برید په کلکه غندلی دی


د افغانستان پخواني ولسمشر او سیاسي مشر حامد کرزي په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د احتجاجي پرلت پر خېمه د وړمې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د افغانستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې ښاغلي کرزي ویلي چې دا برید د هغو خلکو د ږغ بندولو یوه دسیسه ده، چې له اوږدې مودې راهیسې ستونځې او کړاوونه ګالي. د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې هغه ویلي:

"دا د سولې د دوښمنانو له خوا یوه بله هڅه وه چې غواړي له اوږدې مودې زموږ د ځورېدونکو خلکو ږغ خپه کړي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د اتوار- یکشنبې په ورځ ولس ته په خپله وینا کې د کابل پرلت پر غړو برید په کلکو ټکو وغانده او ویې ویل، مخالفین یې نه غواړو چې حتی څوک د دوی لپاره په انساني بنیادونو د ملاتړ ږغ پورته کړي.

د کابل د پرلت احتجاجي خېمې ته نیژدې د تېر خالي- شنبې په ورځ یوه بمي چاودنه شوې وه، چې د زاهد الدین پکتیاوال په نوم یو ځوان پکې و وژل شو او شاوخوا څورلس نور پکې ټپیان شول، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ په دې خېمه کې ناست وو.

د ګل- دوشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي پارلمان (ولسي جرګې) مشر عبدالهادي مسلمیار هم د کابل پرلت خېمې ته د وژل شوي ځوان پاتا ته ورغلی او د وړمې ورځې برید یې په کلکه غندلی دی.

د دې برید ذمه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د افغانستان هېوادمین غورځنګ او د کابل پرلت پلویان تور پورې کوي، چې دا برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای کړی دی.

د کابل پرلت پلویان وایي تر هغه چې به خپل احتجاج کېمپ ختم نه کړي، چې په افغانستان او تر ډیورنډ پورې غاړه پښتني سیمو کې بشپړ امنیت نه وي راغلی. دوی تېره ورځ په خبري غونډه کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د افغانانو او په پاکستان کې د پښتنو، بلوڅو او هزاره ګانو قتلِ عام روان کړی دی.

د کابل پرلت برید د ګل- دوشنبې په ورځ په هغو ټولو احتجاجي مظاهرو کې هم وغندل شو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پاکستان په شاوخوا ۲۰ لویو او وړیو ښارونو کې وشوې. احتجاج کوونکو په برید کې د وژل شوي ځوان زاهدالدین لپاره دوعاوې هم وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG