لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: د ايلم په غره کې د شرخوښو پرضد پولیسو او پوځ د لټون عمليات کړي


د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، پوليس او پوځ د بونير د ايلم تاڼې په حدودو کې د سماج دښمنه عناصرو پرضد په غټه کچه د لټون عمليات کړي او بيا يې د ايلم د ځايي مشرانو سره د علاقې د امن وامان په اړه خبرې کړي دي.

ويل شوي پوليس او پوځ د ايلم په غره کې په ګرانو ځايونو کې د لټون عمليات ترسره کړي دي خو په عملياتو کې د چا د نيولو يا بلې کومې کارروايۍ نه دي ویل شوي.

چارواکو چې د لټون د عملياتو مشري کوله، ویلي يې دي د ولس د مرستې بغېر امن ممکن نه دی په ملاکنډ کې د امن دپاره امنيتي ادارو سره د علاقې د خلکو قربانۍ شامل دي او په دغو قربانو نن نه يواځې په بونير بلکې په ټول ملاکنډ کې امن دی.

ايلم د بونير او سوات ضلعو ترمنځ پروت غټ غر دی.

د بونير پولیسو او پوځ د ايلم په غره کې د لټون عملیات په داسې حال کې کړې چې درې ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه هم خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو، "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

د خېبرپښتونخوا پولیسو دغه بيان وروسته له هغې ورکړی چې له دې یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د سوات په بېلابيلو سيمو کې د امن غوښتنې دپاره احتجاجي مظاهرې شوېوې.

احتجاج کوونکو ويلي وو په سوات کې د وسله والو د موجودګۍ ويډیوز مخې ته راغلي په خلکو کې ويره خوره شوې او د حکومت او رياست نه یې په سيمه کې د امن دپاره غوښتنې کړې وې.

په عېن حال کې د حکومت مخالفه ګوندونه او په ټولنيزو رسنیو په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په حکومت او په ځانګړي ډول په وزیراعلا محمود خان نيوکې کيږي چې په پلارنۍ علاقه کې يې د وسله والو فعاليتونه ليدل شوي خو د صوبې حکومت او وزیراعلا پرې خاموشه دی.

په اتم اګست د سوات په مټه تحصيل کې د يو پوليس او پوځي افسر او سپاهي د وسله والو طالبانو په لاسو د يرغمال کېدو وډیوز په شوسل میډیا مخې ته راغلي وو.

په ټولنيزو رسنيو یوه ويډیو کې په مبينه توګه د سوات په غرونو کې طالبان د یو پوځي او پوليس افسر نه په داسې حال کې پوښتنې کوي چې لاسونه یې شاته تړل شوي دي.

او بيا وروسته پوځ ویلي وو چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي.

خو د پوځ د دې دعوې برعکس د پاکستاني طالبانو تحریک مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې ويلي وو چې دوی په سوات کې وخت له سره شتون لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG