لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ستانکزی: د کرکټ نړیوال کپ هم ګټلی شو


د افغانستان کرکټ لوبډله د نړيوال کپ د غواري د سياليو ګټې زړوره کړې او دغه لوبډله اوس د نړيوال کپ د ګټې خوبونه ويني.

د افغانستان د کرکټ نړيوالې لوبډلې مشر اصغر ستانکزي ويلي دغه خوب او هيله يې له هغې وروستو راپېدا شوې چې په زمبابوی کې يې د غوراوي په سياليو کې د نړيوال کپ دوه ځله پخواني اتل ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.

ښاغلي ستانکزي ویلي، د دغه ګټې دپاره به دوي ته په راتلونکو ۱۴ مياشتو کې د لوبې په هر اړخ سخت محنت کول وي او د دغه محنت د لارې کولی شي د نړيوال کپ ګټې ته ورسي.

د افغانستان لوبډلې د کرکټ د نړیوال کپ د غوراوي لمړۍ درې سيالۍ پرله پسې بايللې او بيا يې پرله پسې پينځه سيالۍ ګټلي او په وروستۍ پايلوبه کې يې ويسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه.

ستانکزي ویلي د پايلوبې ګټه تراوسه پورې د افغانستان تر ټولو غټه بريا ده.

هغه زياته کړې د ويسټ انډیز په رنګ تکړه لوبډلې ته ماتې ورکول د دوي دپاره د کوچني نړیوال کپ د ګټې څخه کم نه دي او دا د دوي د ټولو خوب رښتيا شو.

ستانکزي ويلي، "لوبغاړي يې صلاحيت لري او ښکاره يې کړو، او که چرته مونږ په لس کاله کې دې ځای ته رارسېدی شو، نو زه دا فېصله کول په تاسو پرېږدم چې په راتلونکو لسو کلونو کې به مونږ په کوم ځای يُو".

XS
SM
MD
LG